یکشنبه, مې 12, 2024
Home+د سرې مڼې پوست د سرطان مخه نیسي

د سرې مڼې پوست د سرطان مخه نیسي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

هغه مېوې چې پوست یې سور رنګ لري، لکه سرې مڼې، ګازرې، سره الو او دې ته ورته نورې، د سرطان ضد خاصیت لري. د المان پوهنتون یوې ډلې څېړونکو د خپلو څېړنو په پایلو کې ثابته کړې چې د سرې مڼې په پوستکي کې رنګين خالونه د سرطان مخه نیسي.

دوی وایي، هغه مېوې چې دغه ډول رنګين خالونه لري؛ لکه ګازرې، لبلبو، سره بانجان او نور دا ټول د سرطان ضد ځانګړنې لري. دغه راز هغه مېوې یا نور سابه چې د شنه رنګ لرونکي خالونه لري او د کلوروفیل شتون پکې له ورایه څرګندېږي، هم د سرطان مخنیوی کوي.

دوی د مڼې د پوست د ګټو په اړه وایي، د مڼې پوست په وینه کې د کلېسټرول کچه کنټرولوي چې تر ډېره د وزن د زیاتوالي مخه هم نیسي. دوی همدا راز وایي، مڼه کولی شي د ماشوم وده ګړندۍ کړي. د لویانو لپاره یې بله ګټه دا ده چې که مڼه له پوستکي سره وخوړل شي د غاښونو له پاکوالي سره هم مرسته کوي.

مڼه د مغذي مېوو په ډله کې راځي چې په رګونو کې په اسانۍ سره د وینې تلو او راتلو ته لاره هواروي. که مڼه په دوامدار ډول وخوړل شي، د پوستکي له ښکلا سره مرسته کوي. مڼه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انټي اکسیډان لري او د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.

1 COMMENT

  1. تشکر از معلومات شما
    موضوعات سرطانی را زیاد تحت مطالعه خود قرار میدهم بخاطر اینکه خانم من سرطان سینه بود وبعداز تداوی عملیات وکیموتراپی سرطان که زیاد پیشرفته شده بود فوت کرد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب