Home+نیوزیلنډ د ۲۰ اوره جام پایلوبې ته ووت

نیوزیلنډ د ۲۰ اوره جام پایلوبې ته ووت

تاند(چهارشنبه، د عقرب۱۹) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ په حیرانوونکي ډول انګلیستان ته ماتې ورکړه.

انګلیستان د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې نیوزیلنډ ته ۱۶۷ منډې هدف ټاکلی و چې ډېر لوړ ښکارېده.

دې ته په پام کې د نیوزیلنډ لومړي دوه بټسمنان یا توپ وهونکي ډېر ژر او په لږ منډو وسوځېدل تر ډېرو پورې باور کېده چې دا سیالي انګلیستان ګټي خو د لوبې په وروستیو کې ټول اټکلونه ناسم ثابت شول.

نیوزیلنډ دا سیالي په ۵ ویکټونو او ۶ پاتې توپونو وګټله.

دوهمه نیمه پایلوبه به د پاکستان او استرالیا ترمنځ وي. د دوی د مسابقې په نتیجه کې ګټونکی به له نیوزیلنډ سره په پایلوبه کې مخامخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...