سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهامیرخان متقي په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد

امیرخان متقي په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۹) پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د باندنیو چارو وزارت پر اساس وايي، د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په درې ورځني سفر دغه هیواد ته ورسېد.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت وايي چې له ښاغلي متقي سره د طالبانو یو شمېر نور وزیران هم ملګري دي.

متقي به د پاکستان له صدراعظم عمران خان، بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو پاکستاني چارواکو سره وویني.

افغان پلاوی به د افغانستان په اړه په ترویکا غونډه کې هم ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې ترویکا غونډه سبا (پنجشنبې) پیل شي او د چین، روسیې، امریکا او پاکستان ځانګړي استازي پکې ګډون وکړي او د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.

وروسته له دې چې امیرخان متقي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ګومارل شوی، دا یې پاکستان ته لومړنی سفر دی.

3 COMMENTS

  1. موتکی بی شرمه
    خپول راپور خ پولی مشرانو ته رسوی
    د پاکستان په جهاز کښی توللی دو

    شورم طوالبانو، زهر وخوری – دی پنجاب نوکرانو

  2. پاکستان: بېوزله افغانستان دې خپلې وسلې او تجهيزات را باندې خرڅ کړي
    https://taand.net/?p=198889
    پاکستان د ډاکټر نجيب الله او د ولسمشر غني د وختونو جوړې اردو ختمې او له مينځه يووړې او هم يې ټول سيستم له مينځه ورته يووړ، خو اوس ترې د بېوزلۍ (فقر) او هم داعش ته د لاسته ور ولوېدو په پلمه ترې هغه په لاس کې ورسره شته وسلې هم اخلي چې ښه يې سومبه کړي. بيا به ډېر ښه اسلامي نظام او اسلامي شريعت قايم شي. ځکه خو د ده له ورتګه مخکې اجنډا ورته رسنيزه کړه چې ((خپلې وسلې او تجهيزات دې راباندې وپلوري)). د خپلې نادارۍ غم وړي نه دي. تېره اوونۍ يې بيا سعودي درې ميليارده ډالره وشکولو او طالبان خو بې له هغې هم ساده ګان او هم د خپل لاس روزلي دي. ورته به پلمه هم وکړي چې امنيت مو موږ ساتو او تاسې په دې وسلو او تجهيزاتو څه کوئ او بس موږ ته يې راکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب