سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهصالح: پاکستان کې افغان سفارت ته مه ځئ، لسګونه تنه يې بنديان...

صالح: پاکستان کې افغان سفارت ته مه ځئ، لسګونه تنه يې بنديان او نادرکه کړي

تاند:( چارشنبه، د عقرب نولسمه) ‏د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح پاکستان ته له ورغلو افغانانو غوښتي، چې په اسلام اباد کې افغان سفارت ته له ورتلو ډډه وکړي.

صالح ويلي، که څوک په هر دلیل پاکستان ته تللي وي، سفارت ته دې نه ورځي.

د هغه په وينا، یاد شوی سفارت اوس د طالبانو په کنټرول کې دی او لسګونه کسان چې د جمهوري نظام پوځي او او ملکي منسوبین او د ټولنې د نورو برخو اړوند وو، د سفارت او پاکستاني استخباراتو په همغږۍ نیول شوي او نا څرګند ځای ته بیول شوي.

صالح دا هم ويلي، چې که څوک په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت يا يې اړوندو قونسلګریو ته ځي، سمارټ فون دې ځان سره نه وړي.

د ده په وينا، افغان سفارت او قونسلګرۍ اوس د پاکستاني استخباراتو په مرکزونو بدل شوي دي.

طالبانو په وروستيو کې، د اسلام اباد سفارت لپاره ځينې ديپلوماتان معرفي کړي، چې پاکستاني چارواکو هم په دندو منلي دي.

طالبانو او پاکستان د امرالله صالح دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ويل کيږي، چې په پراخه کچه افغانان د طالبانو له واکمنیدو سره، پاکستان ته تللي او له هغه ځايه نورو هېوادونو ته د تګ پلان لري.

مخکې هم د‌ پاکستان د حکومت لخوا د ګڼو افغانانو پر وړاندې د بد چلند او ان د هغوی د نادرکه کیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب