سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهافغان پیلوټان امريکا ته ورسیدل، ط وايي پاتې شئ اړتيا درته لرو

افغان پیلوټان امريکا ته ورسیدل، ط وايي پاتې شئ اړتيا درته لرو

تاند:( چارشنبه، د عقرب نولسمه) ‏د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن تر هغې وروسته، افغان پيلوټان په هېواد کې پاتې کیدو ته وهڅول، چې شاوخوا يو نيم سل تنه يې متحده ايالاتو له تاجیکستان څخه خپلې خاورې ته ولېږدول.

رویټرز خبري اژانس نن په يوه راپور کې ویلي، چې دغه پيلوټان نن په يوه الوتکه کې د تاجيکستان څخه ولېږدول شول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له افغان پیلوټانو غوښتي، چې په هېواد کې پاتې شي او بهر لاړ نه شي، ځکه ورته اړتيا ده او دوی مناسبې دندې ورته ورکوي ‌

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، افغان پېلوټان تاجکستان ته له رسېدو وروسته یوه ورځ دې ته منتظر ول چې امریکا به یې بل هیواد ته وباسي خو وروسته تاجک ځواکونو توقیف کړل او یوې غرنۍ او کلیوالې سیمې ته بوتلل.

ځینې نور افغان پېلوټان چې ازبکستان ته تللي وو، ډېر مخکې د امریکا له لوري متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شول.

افغان پیلوټان په داسې مهال امريکا ته رسول شوي او طالبانو یې په هېواد کې پر پاتې کیدو ټینګار کړی، چې پاکستاني رسنيو د طالبانو لخوا پر پاکستان د افغانستان د تجهيزاتو او وسلو د پلورلو په اړه د يوې معاملې د احتمال خبر ورکړی.

ګومان کېږي, چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي پاکستان ته په ننني سفر کې په دې اړه هم پاکستاني چارواکو سره غږيږي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. DEAR AFGHANS DO NOT TRUST TALIBS;
    TALIBS DOING DIFFERENT WHAT THEY SAYING.
    IN THIS SHORT PERIOD EVERY DAY KILLING AND MISSING PEOPLES IN MANY STATES.
    IN NANGARHAR/KUNER/KHOST/PAKTIKA/KANDAHAR TAKHAAR/PERWAAN. TENS AFGHANS ARE MISSING/ OR KILLING BY TALIBS.THEY ARREST BY TALIBS
    IS POLICY OF PAKISTAN FALLOW BY ISI &TALIBS.
    THANK YOU

  2. وايي پاتې دي سي، هههه. دوه مياشتې يي پوره نه دي او موټکي پنجاب ته ددري ورځو لپاره تللی چې د افغانانو مال او ملکیت څنګه په پاکستان وپلوري، د ملي اردو د ميلياردونو ټانګ او وسلې ښيم چې په دې ډان ورځپاڼې هم ليکنه کړې.
    اوس هغه خرکو سان افغانان ولې چوپ پاتې دي چې ویل به وچه ډوډۍ دې وي له چای سره، خو نظام نه غواړم اوس دا د طالبانو ساتونکي په کليو او ښارونو کې تر ټولو دوی نه په بندو دروازو پاتې کېږي نه په کلیو او ښارونو کې درګرده په تېښته دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب