سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهسيمه ييز هېوادونه: افغانستان کې ريښتينی ټول ګډونه حکومت غواړو

سيمه ييز هېوادونه: افغانستان کې ريښتينی ټول ګډونه حکومت غواړو

تاند:( چارشنبه، د عقرب نولسمه) ‏د هندوستان په پلازمېنه نوې ډيلي کې د افغانستان د ګاونډيانو او سیمه ییزو هېوادونو په نننۍ غونډه کې ټينګار شوی، چې افغانستان کې دې په واقعي مانا يو ټول ګډونه حکومت د ټولو لوریو په استازيتوب جوړ شي.
د هند په کوربه توب د افغانستان اړوند ناسته کې:

په دې غونډه کې، چې مشري یې د هندوستان د ملي امنيت سلاکار اجیت دوول کوله، پاکستان او چین د ګډون بلنه رد کړې وه.

د هند د ملي امنيت سلاکار وويل، چې د افغانستان وضعیت او بدلونونه نه یوازې د افغانانو بلکې د ګاونډیانو د ټولییز امنیت لپاره مهم دي.

د ایران استازي شمخاني بيا ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې یو پراخ بنسټه حکومت د ستونزو یوازنی حل دی.

د قزاقستان استازي ماسیموف وویل، چې د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لړزوونکی دی.

د تاجکستان استازي محمودزاده بيا وويل، چې خپل سرحدونه افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره خلاصولی شو.

د قرغزستان استازی ایمانکولوف بيا انديښمن و او ويې ويل، چې په افعانستان کې د ترهګرو ډلو د ودې د امکان په رابطه زموږ خواته ډېر بد وضعیت متوجه دی.

په دې غونډه کې د روسیې او ترکمنستان استازو هم ګډون درلود او په پای کې ټولو، افغانستان ته د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دغې ډلې خپل حکومت ټول شموله ګڼلی او مخکې يې په دې اړه غوښتنې په خپلو کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب