شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ډیلي د کنفرانس برخوالو د افغانستان پر ثبات او امن ټینګار...

د ډیلي د کنفرانس برخوالو د افغانستان پر ثبات او امن ټینګار وکړ

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۹ مه)) په ډیلي کې د افغانستان په اړه د سیمه ییز امنیت دیالوګ په نوم غونډې په خپله اعلامیبه کې د سوله ییز، امن او باثبات افغانستان پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ.

د هند او ۷ سیمه ییزو هیوادونو استازو نن په ډیلي کې د خپلې غونډې په پای کې یوه اعلامیه تصویب کړه.

اعلامیه په کابل کې د یوه داسې ازاد او په حقیقي معنا ټولګډونه حکومت د جوړېدا پر اړتیا تاکید کوي چې د افغانستان د ټولو برخو استازندوی او د هیلو ترجمان وي.

د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو؛ تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او قزاقستان او همداراز د روسیې او ایران د ملي امنیت سلاکارانو په دې کنفرانس کې، چې د هند د ملي امنیت د سلاکار په بلنه جوړ شوی و، ګډون وکړ.

چین او پاکستان په دې غونډه کې د هند بلنه ونه منله.

د کنفرانس برخوالو د امنیتي وضعیت له کبله د افغانانو پر کړاوونو اندېښنه ښکاره کړه. دوی په خپله اعلامیه کې په کندوز، کندهار او کابل کې تروریستي بریدونه غندلي دي.

د ډیلي د غونډې ګډونوالو د افغانستان د ملي یووالي، مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت پر خوندیتابه او د دغه هیواد په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې د ټینګار تر څنګ د باثبات، خوندي او سوله ییز افغانستان کلک ملاتړ څرګند کړ.

دوی دغه راز په دې هم ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې باید د هیڅ تروریستي ډلې د پناه، روزنې، تمویل، او پلان جوړولو لپاره کار وانه خیستل شي.

دوی د افغانستان په اړه د ملګروملتو پرېکړه لیک ته په اشارې یادونه کړې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې کلیدي رول لوبوي او په دې هیواد کې یې حضور باید دوام وکړي.

ملګري ملتونه له دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې استازندوی دفتر لري.

د ډیلي د کنفرانس برخوالو افغانستان ته په مستقیم ډول د بشري مرستو په ورکولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو په وېش کې باید هیڅ راز توپیر ونه شي او تولو افغانانو ته ورسول شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر دې مخکې په روسیې او ایران کې هم د افغانستان په اړه دې ته ورته کنفرانسونه جوړ شول.

د ډیلي د کنفرانس برخوالو هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه څه ونه ویل.

1 COMMENT

  1. طالبانو ګرانو تاسو افغانان و اوسی او د پنجاپ د اسارته ځان خلاص کړی. دا وطن زما او ستا دی. هغه خپل ناموس و ګڼئ.
    زموږ هیواد د ټولي سیمي څلور لارې ده د هغه و ارزښت ته درناوی وکړی او د پاکستان د شیطنت نه ځان خلاص کړی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب