یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهصالح: ط د خلکو په ځورولو ميليونونه خلک وطن پريښودو ته مجبوروي

صالح: ط د خلکو په ځورولو ميليونونه خلک وطن پريښودو ته مجبوروي

تاند:( چارشنبه، د عقرب نولسمه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح پر طالبانو تور پورې کړی، چې په کابل او ولایتونو کې د خلکو د کورونو له پلټلو او پرې د خپلو عفوه نامو په پلورلو دوی وطن پريښودو ته مجبوروي‌.

صالح وايي، چې په دې اړه هره ورځ ګڼ راپورونه او شواهد ورته رسيږي.

د هغه په خبره، دغه وضعيت افغانستان ته د پاکستان ډالۍ ده او سبب شوی، چې ميليونونه افغانان د هېواد پريښودو ته مجبوره شي.

صالح په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا، طالبان د پاکستان لاسپوڅي ګڼلي او ويلي، چې ياد شوي هېواد په افغانستان کې د همداسې يوه بې سره رژيم تمه لرله.

‏امرالله صالح دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې پاکستاني رسنيو نن د طالبانو لخوا پر پاکستان د افغانستان د وسلو او تجهيزاتو د پلورلو د پلان خبر ورکړی دی.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د طالبانو په لاس د خلکو د کورونو د پلټنې او ان د وژنو خبرونه زيات شوي دي.

طالبان په دې پېښو کې لاس لرل ردوي.

له دې سره، ويل کيږي چې د اقتصادي او بشري ناورين تر څنګ د طالبانو لخوا خپلو مخالفانو ته د ګواښونو زياتول له هېواده د خلکو د تېښتې بهير په چټکولو کې مهم رول لوبولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب