Homeخبرونهروسيه: ۲۰ ترهګرې ډلې د ۲۲ زرو جنګياليو په ملتيا اوس هم...

روسيه: ۲۰ ترهګرې ډلې د ۲۲ زرو جنګياليو په ملتيا اوس هم افغانستان کې فعال دي

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شلمه) د روسیې د ملي امنيت شورا مشر په افغانستان کې د ۲۰ ترهګرو ډلو د فعالیت د دوام په اړه انديښنه ښودلې ده.

نیکلای پاتروشف، پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه د سيمه ييزو هېوادونو غوندې ته دا هم وويل، چې له دې ډلو سره تر ۲۲ زرو پورې جنګيالي فعال او جذب دي.

د روسي مقام د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په دې کچه حضور او فعالیت سیمې او نړۍ ته لا هم يو ستر ګواښ دی.

روسيې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړیدل يو ځل بيا د ملي روغې جوړې لپاره اساسي شرط وباله او په عملي کیدو يې ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د پرونۍ غونډې په پريکړه ليک کې هم په روښانه ټکیو طالبانو ته د واقعي ټول ګډونه حکومت د جوړیدو لپاره سيمه ييزو هېوادونو خپل دريځ او ټينګار په ډاګه کړ.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

یاده ډله، له خپلو ملایانو او قاریانو څخه جوړه اداره ټول شموله حکومت ګڼي او وايي، چې افغانان او نړۍ دې ورته صبر وکړي او فرصت ورکړي، چې د حکومتولۍ اساسات يې پياوړي شي.

منتقدان بيا په افغانستان کې ژور بشري ناورين او له دې کبله ورځ تر بلې زیاتیدونکو تلفاتو او ګواښونو ته په اشارې سره وايي، چې که طالبان په داسې وضعيت کې حکومتولي زده کوي، ملت ته به یې بيه خورا ګرانه او له فاجعې ډکه پريوزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...