جمعه, مې 17, 2024
Home+امریکايي لیکوال نورمال میلر

امریکايي لیکوال نورمال میلر

تاند- له نن څخه ۱۴ کاله پخوا د ۲۰۰۷ کال د نوومبر په ۱۰ مه امریکايي ناول لیکوال او ژورنالیست نومن میلر د ۸۴ کلونو په عمر په نیویارک ښار کې ومړ.

میلر د ۱۹۲۳ کال د جنورۍ په ۳۱ مه د نیوجرسي په لانګ برانچ کې زېږېدلی خو د ماشومتوب ډېر وخت یې د نیویارک په بروکلین کې تېر کړی دی. ده پر دې سربېره چې پولیټزر جایزې ګټلې په ۱۹۶۸ کې یې د ملي کتاب ( National Book Award ) میډال هم ترلاسه کړی دی.

نورمن میلر د نوي ژورنالیزم (New Journalism) د معرفي کولو او کارولو په خاطر ډېر شهرت لري.

نورمن د ناول لیکنې او ژورنالیزم ترڅنګ مقالې او ډرامې هم کښلې او د فلمونو د جوړولو ترڅنګ یې په خپله هم په فلمونو کې رول لوبولی دی.

دی په خپلو داستاني او غیر داستاني اثارو کې د قدرت د انحصار کلک منتقد دی او باور یې درلود چې د امریکا د قدرت په جوړښت کې هم په شلمه او هم یوویشتمه پېړۍ کې د قدرت انحصار ډېر دی.

میلر شپاړس کلن و چې په هارورډ پوهنتون کې ومنل شو. د دغه مشهور پوهنتون د انجینیرۍ هوا فضا پوهنځی یې ولوست خو خپل ډېر وخت یې لیکوالۍ ته ځانګړی کړ ځکه چې د ده ډېره مینه له ادبیاتو او لیکوالۍ سره وه.

میلر په ۱۸ کلنۍ کې خپله لومړنۍ لنډه کیسه خپره کړه. دې کیسې ته د پوهنتون مجلې جایزه ورکړه.

په ۱۹۴۳ م کال د هارورډ پوهنتون له انجینیرۍ څخه تر فراغت لږ وروسته یې په همدې کال کې واده وکړ او په ۱۹۴۴ کې د عسکرۍ خدمت ته لاړ.

ده یوه موده په پاریس کې د فرانسوي ژبې د زده کړې لپاره تېره کړه. په پاریس کې و چې په ۱۹۴۸ کې یې (لوڅ او مړه) (The Naked and the Dead) ناول ولیکه. د دغه ناول له کبله ډېر وستایل شو. دا اثر په ایران کې سعید باستاني په فارسي ژبه ژباړلی دی.

د میلر دوهم مهم اثر (The White Negro) نومېږي چې په ۱۹۵۷ کې چاپ شو.

د ده یو بل اثر ( An American Dream) هم ایرانیانو ژباړلی دی. دا اثر، چې په ۱۹۶۷ کې چاپ شوی، د یوه زلمي کیسه ده چې الاسکا ته سفر کوي.

د میلر په اثارو کې بل د پام وړ (The Armies of the Night) دی چې د واشنګټن د ۱۹۶۷ د اکتوبر د سولې د مظاهرو په اړه دی او په ۱۹۶۸ کې چاپ شو. د دغه کتاب د خپرېدو په موده کې میلر بندي و او د مدني نافرمانۍ له کبله جریمه شوی و.

د ده دغه اثر د پولیټزر او ملي کتاب جایزې وګټلې.

میلر په ۱۹۶۹ کې د نیویارک د ښاروالۍ لپاره ځان کاندید کړ خو بریالی نه شو.

د ده په نورو اثارو کې (he Presidential Papers)، چې په ۱۹۶۳ کې خپور شو، (Cannibals and Christians) چې په ۱۹۶۶ کې چاپ شو او (The Executioner’s Song) ناول یادولی شو چې په ۱۹۷۹ چاپ شو چې د پوړلیټزر جایزه یې وګټله.

د میلر نور اثار په دې ډول دي:

Tough Guys Don’t Dance (1984)

Harlot’s Ghost (1991)

 Central Intelligence Agency. In 1995

John F. Kennedy’s assassin

The Gospel According to the Son (1997)

The Castle in the Forest (2007)

The Spooky Art

Iraq WarOn God (2007)

 میلر په خپل ژوند کې ۶ ځلې واده وکړ خو له هیڅ مېرمنې یې اولاد نه درلود.

دی د ۲۰۰۷ م کال په دې ورځ له دې کبله مړ شو چې پښتورګو یې کار پرېښود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب