Homeخبرونهد طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته د امریکا شنه اشاره

د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته د امریکا شنه اشاره

تاند (چهارشنبه، د عقرب۱۹مه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټام ویسټ وايي، واشنګټن په افغانستان کې د داعش د بریدونو له درکه د اندېښنې په خاطر د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه سلا مشوره کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ویسټ دا خبره له بروکسل څخه د ټېلفون له لارې خبریالانو ته وکړه.

ده په بروکسل کې د ناټو غړیو ته د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه معلومات ورکړل.

د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي ویسټ وویل، د ناټو له غړیو سره یې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو د لارې د نقشې په اړه هم مشورې وکړې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل «طالبانو د بشري مرستو، کابل ته د دیپلوماتیکې ټولنې د بېرته ستنېدو او د بندیزونو د لېرې کېدو په وړاندې په خورا څرګند ډول خپله لېوالتیا ښکاره کړې چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې عادي کړي.»

ده په عین حال کې وویل چې د امریکا متحد ایالتونه په یوازې توګه یو کار هم نه شي کولی.

وروسته له دې چې ټام ویسټ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی، دا یې لومړنۍ څرګندونې دي چې له رسنیو سره یې کوي.

ویسټ تېره میاشت د زلمي خلیلزاد په ځای د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وګومارل شو.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی ویسټ پاکستان، هند او روسیې ته هم لاړ شي.

ده وویل، د امریکا متحد ایالتونه له طالبانو سره په دوحه کې بل پړاو خبرو ته تیاري نیسي، خو ویې نه ویل چې د دواړو خواوو بل پړاو خبرې به کله وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...