سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونها.ا: خلیلي او محقق مو بښلي، افغانستان ته راتلی شي

ا.ا: خلیلي او محقق مو بښلي، افغانستان ته راتلی شي

تاند:( سې شنبه، د عقرب اتلسمه) طالبان وايي، چې د‌ هزاره قوم سياسي څېرې ( کريم خليلي، محمد محقق او صادق مدير) يې بښلي او هغوی هېواد ته د ژوند کولو لپاره راتلی شي.

د دوی په يوه اعلاميه کې راغلي، چې سیاسي مرستیال يې مولوي عبدالکبیر نن د هزاره قوم په استازیتوب سیدصوفي ګردیزي، شیخ کريمي بامیاني او سنګردوست
‎وردګ سره لیدلي او هغوی په دې لیدنه کې د طالبانو له امارت سره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

‎د طالبانو اعلاميه ادعا کوي، چې د هزاره قوم مشرانو د امریکايي اشغال خاتمه د امارت معجزه وبلله، ځکه دوی نه غوښتل چې افغانستان يو ځل بيا د جنګ ډګر شي.

‎هغوی زياته کړه چې د طالبانو د امارت او هزاره وو ترمنځ دې پر باور جوړولو کار وشي، ځکه له ګڼ شمېر شخصیتونو سره خبره شوې چې بېرته خپل هېواد ته راشي او د امارت تر چتر لاندې آرام او هوسا ژوند ته ادامه ورکړي.

‎د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د هزاره قوم شخصيتونه لکه خليلي، محقق او صادق مدبر د هېواد وګړي وبلل او په افغانستان کې اوسيدل يې د دوی مسلم حق یاد کړ، هغوی يې په عامه عفوه کې داخل وبلل او د امارت له لوري يې دوی ته اطمینان ورکړ چې هغوی ته به هېڅ خطر نه متوجه کېږي.

دغو هزاره مشرانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د‌ دې ډلې کسانو څخه ‌حاجي محقق د استاد سیاف، عطا محمد نور او يو شمېر نورو سياستوالو په ملتيا د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت د عالي شورا د جوړېدو اعلان کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب