سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهروسي سفیر: پوهیدو چې پوځ د غني دفاع نه کوي او طالبان...

روسي سفیر: پوهیدو چې پوځ د غني دفاع نه کوي او طالبان په سوله ییز ډول کابل نیسي

تاند:( سې شنبه، د عقرب اتلسمه) په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتری ژیرنوف په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د افغان پوځ لخوا د اشرف غني د حکومت د نه دفاع وړاندوینه وار د مخه کړې وه.

روسي سفیر یوه ټلویزون ته ویلي، چې دوی پر دې هم پوهیدل، چې طالبان به په سوله ییز ډول کابل نیسي.

روسي سفیر د خپلو دغو ادعا کړو اطلاعاتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو ناڅاپي پاشلتيا او له جمهوري نظام څخه يې په وروستيو ورځو کې نه دفاع ډېرو شنونکو او افغانانو ته د پوښتنې وړ موضوع ده.

مخکيني افغان چارواکي او سياستوال ټول په دې برخه کې يو بل تورنوي، خو خلکو ته په دې اړه تراوسه قناعت نه دی ورکړل شوی.

امريکايي چارواکو هم ويلي، چې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د داسې پاشلتيا وړاندوينه يې نه وه کړې.

یوه افغان سياستوال عطا محمد نور بيا ويلي و، چې د طالبانو او امريکا د دوحې تړون له لاسلیک سره، د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط زنګ وهل شوی و.

د‌ ده په وينا، د ياد شوي تړون له لاسلیک څخه وروسته، ډېرو لویدیځو رسنیو د طالبانو پر وړاندې افغان پوځ د نه مقاومت په اړه رواني جګړه پيل کړې وه او د افغان ځواکونو روحيه يې وژله.

1 COMMENT

  1. ټول پوځ جګړه کوله، خو د بره نه امر و، چې جګړه مه کوئ .
    دغه سفیر چا غلط پوه کړی دی.
    په دې کې شک نشته، چې د ولسمشر غني په وروستني سفر کې امریکا ته جوبایډن ډیر ټینګار په دې کولو چې د دفاع وزیر دې یو پخوانی جنګجو یانې بسم الله خان محمدي شي، آیا چې ده د افغان پوځ په سر معامله وکړه چې امر یې د نه جګړې کولو؟ او که خپله ولسمشر غني نه غوښتل چې جګړه وشي، او همدا راز دې امریکا هم په خپلې موخه کې ناکامه شي ؟ والله أعلم.
    المهم دا چې جګړه ونه شوه دا یوه نیکمرغي ده، خو دا چې اوس هدفي وژنې، حلالکې، په دارځړول او تري تم کیدلو په شان سخت جرمونه ډیریږي، دې ته خلک خورا اندیښمن دي، ځکه چې د تیر دولت سربازان، امنیتي کارمندان او چارواکي ورځ تر بلې وژل کیږي او ځینې ورکیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب