سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد کرونا ضد مرستو دريدو په افغانستان کې دغه ویروس پراخ کړی

د کرونا ضد مرستو دريدو په افغانستان کې دغه ویروس پراخ کړی

تاند:( سې شنبه، د عقرب اتلسمه) د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، چې د کرونا پر وړاندې د مبارزې د مرکزونو د تمويل ختمیدو له کبله د کرونا ويروس پېښې زیاتې شوي دي.

د روغتيا وزارت خدماتي مرستیال عبدالباري عمري له مرسته کونکو موسسو وغوښتل، چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي خبرداری ورکړ ، که نړیوالې مرسته کونکې اداری همکاري ونه کړي، یو ستر انساني ناورین به رامنځته شي.

د کرونا ويروس سره د افغانستان د مبارزې د مخکښ روغتون ( افغان – جاپان) رییس زلم رې ېښتین وايي، چې په دغه روغتون کې د ناروغانو د درملنی لپاره کافي امکانات نشته.

مخکې د دغه روغتون کارکونکو دوی ته د معاشونو د نه ورکړې له امله شکایت کړی و.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ بیا د ۲۰۲۱ کال د نومبر تر اتمې نیتې پورې په افغانستان کې د کویید -۱۹ یو لک و ۵۶ زره مثبتی پیښې ثبت شوې وې، چې له دی شمېر څه باندی اوه زره او ۲۰۰ تنه مړه شوي وه.

خو تر یادې نېټې ورسته بیا رسمی شمېرې نه دي شریکې شوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي څه موده مخکې قطر ته د سفر پر مهال وويل، چې د طالبانو لخوا د کرونا ويروس مهارولو ټوله نړۍ حیرانه کړې ده.

متقي ونه ويل، چې طالبانو څنګه او چیرته کرونا ويروس مهار کړې دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب