سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند: د الله ګل مجاهد د ډبولو موضوع وڅېړئ

ملا حسن اخوند: د الله ګل مجاهد د ډبولو موضوع وڅېړئ

تاند:( سې شنبه، د عقرب اتلسمه) د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخوند د استخباراتو ادارې ته د ولسي جرګې د پخواني طالب پلوه وکیل الله ګل مجاهد د ډبولو په اړه د څېړنو امر کړی دی.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دا پريکړه د ملا حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو د وزيرانو شورا په اونيزه غونډه کې شوې ده.

ويل شوي، چې په دې اړه د طالبانو د استخباراتو ادارې ته دنده سپارل شوې، څو د الله ګل مجاهد د نیولو او ډبولو عاملين معلوم او قانوني چلند ورسره وکړي.

د طالبانو له اعلامیې داسې ښکاري، چې د الله ګل مجاهد نیونه د استخباراتو ادارې کړي ده.

معلومه نه ده، چې مجاهد ولې نیول شوی و او ولې بيرته خوشې شو.

الله ګل مجاهد څه باندې دوه نیمې میاشتې وړاندې د طالبانو له واکمنیدو سره په توهین آمېزه توګه د طالبانو لخوا نیول شوی او ډبول شوی و.

د هغه د ډبولو او ورته د سپکاوي ویډیو څه موده مخکې، د کابل پر څلور سوه بستریز پوځي روغتون د داعش ډلې د برید په ورځ د طالبانو تبليغاتي کسانو خپره کړه.

تبليغاتي متخصصينو ويل، چې په دې ورځ د يادې ویډیو د خپرېدو دليل دا و، چې طالبانو غوښتل د کابل په زړه کې د داعش له برید او خپلې ناکامۍ څخه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي.

د طالبانو لخوا د خلکو د وهلو ډبولو ورته ویډیو ګانې ډېرې خپريږي، خو طالبانو د الله ګل په اړه د څېړنو امر د ولسي فشارونو له کبله کړې ده.

1 COMMENT

  1. دا د پاکستان هم دغه عادت دی، چې کله به پرې سخته راغله دوی به یوه متبادله پیښه رامنځته کړه، تر څو د خلکو پام بل اړخ ته واوړي، زه ریښتیا اندیښمن یم چې افغانستان اوس عملا د پاکستان لخوا اداره کیږي، او دغه هیواد په ډیره بې شرمۍ د افغانستان بهرنی سیاست په لاس کې لري.
    بایډن تاسې راوستلۍ خو ستاسې د وژلو لپاره یې هم پاکستان ته د داعشو پروژه ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب