سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهط وياند د رسنيو له سانسور څخه دفاع وکړه او يو نړيوال...

ط وياند د رسنيو له سانسور څخه دفاع وکړه او يو نړيوال اصل یې وباله

تاند:( سې شنبه، د عقرب اتلسمه) د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ، چې په قطر کې د افغانستان د سفارت لومړی سکرتر هم ټاکل شوی، خو په رسميت نه دی پېژندل شوی، د طالب چارواکو لخوا یې په افغانستان کې د رسنیو له سانسور څخه دفاع وکړه او دا يې يو نړيوال اصل وباله.

ډاکټر نعيم وردګ د طلوع ټلویزیون په يوه بحث کې دا دفاع د افغانستان د ژورناليستانو شورا د مشر عبدالحفيظ بارکزي له څرګندونو څخه وروسته وکړه.

بارکزي په دې بحث کې شکايت وکړ، چې د افغانستان پر رسنيو د طالبانو سانسور ورځ تر بلې زياتيږي.

هغه په مرکز کې د رسنیو د سانسور خبره ونه کړه، خو په ولایتونو کې یې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونه په دې کار تورن کړل.

د بارکزي په خبره، طالب چارواکي په ولایتونو کې حتا د سیمه ییزو رسنیو خبری سرويسونه سانسوروي يانې له نشر څخه مخکې يې ګوري او پر خپل مزاج يې برابروي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند د دغه کار له دفاع سره وویل، چې د حاکمانو په حيث دا د طالبانو حق او حتا نړيوال اصل دی، چې رسنیز پروګرامونه حتا له نشریدو مخکې وګوري.

د هغه په وينا، دا کار ځکه ښه دی، چې له خپریدو وروسته د رسنيزو سرغړونو په اړه اقدام بې ګټې دی.

طالب وياند ونه ويل، چې د ده په نظر د دوی دا سانسور په کومو نړیوالو اصولو کې ځای لري؟

د افغانستان د ژورناليستانو شورا د مشر په خبره، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې تر ۸۵ سلنې پورې رسنۍ د اقتصادي ستونزو او قیوداتو له کبله تړل شوي دي.

طالبان د نورو مواردو تر څنګ له دې کبله هم تر سخت نړيوال فشار لاندې دي، چې د بيان ازادۍ ته ژمن نه دي او له دې نه ژمنتيا سره، د افغانستان ۲۰ کلنې لاسته راوړنې ختمولای او ننګولای شي.

3 COMMENTS

  1. ددې تور جهالت، وحشت او د جنت او دوزخ ټیکه دارانو نه افغانان باید د خیر امید ونکړی او نړیوال هم باید پدی و پوهیږی چی دوۍ د انسانیت په نوم هیڅ داسی شی نه پیژنی او تاسو لا د بیان د ازادی او د بشری او انسانی حقونو ببولالی ورته غږوۍ.
    که غواړی چی په رسمیت يی و پیژنۍ نو باید د وحشی ځناورو په حیث يی په رسمیت وپیژنۍ چی د رسمیت پیژندلو مسله يی هم د تل لپاره حل شی.

    دوۍ شل پنځه ویشت کاله مخکی هم خره وحشیان او جاهلان و او اوس هم همغه خره او وحشیان دی.
    یوازی فرق يی دادی چی وحشت او تور جهالت يی نور هم قوی شوی او د افغانو سره يی دشمنی نوره په ډاګه شوی ده او رښتینی افغانان په یوه او بله پلمه په پټ او مرموز ډول وژنی چی ډیر مثالونه يی موجود دی.

    او اوس لکه د بلیک واټر په څیر د پاکستان او ځینو نورو هیوادونو لپاره شپه او ورځ لګیادی کار کوی.
    د افغانستان بی وزله او ناداره ولس د لوږی او فقر له لاسه خپل کوچنی او لادونه پلوری او ډیر ماشومان د لوږی او د خوړو د نه رسیدو له امله هره ورځ خپل ژوند دلاسه ورکوی. خو بلی خوا وینو چی د عمری عدالت د دعویدارانو خیټی لکه د پنجاب د میخو ورځ په ورځ غټیږی او ځربیږی. او ځانته د القابو په پیداکولو، د ځانمرګو په تقدیرړلو او خپلو نعت خوانانو ته د پروګرامونو په جوړولو او د خلکو په موبایلونو کتلو او او ودونه په غم بدلولو او د پاکستان سره په لا ښه اړیکو ټینګولو کی اخته دی.
    زما په یوه خبره سر خلاص نه شو او هغه داچی پاکستان ورنه پزتګونه وویستل نو ددې نه زیات د اړیکو ټینګولو نه به دوۍ د پاکستان نه نور څه غواړی.

  2. زما هېر سوه چی پرون د خپل کلی د مَلَک څخه وپوښتم چی:
    ستا په نظر آیا ددې نعیم وردګ څېره یو مُرده ګو ته نه ده ورته؟
    کلونه مخکی به خیرنو او کږو ښځینه فال بینانو د فال بینۍ په ترڅ کی خپلو ښځینه مشتریانو ته ( چی هغوی هم خیرن او کاږه وه ) داسی ویل:
    ” چاک لرې خو چالاکی نلرې “.
    امّا
    نعیم وردګ ساب چالاکی لری خو چاک نلری.

  3. امارتي ویاند فکر کوي اوس هم هماغه غرونو کې ده، عجیبه دا ده چې دې په همدی وحشتناکې قواری دوحی کی د افغا نستان د سفارت د لمړی سکرتر پحیث هم مقرر شوی او هلته د دیپلوماتانو په ټولنې کې زموږ د هیواد او خلکو استازیتوب کوي.
    نه پوهیږم چې دې د کومې نړیوال اصول په باره کې خبری کوي، نړیوال اصول خو د رسنیو پر ازادۍ تاکید لري او د بیان حق د هر انسان طبعی او ذاتی حق ګڼلی.

    دوي خو به لافی وهل چې موږ خلکو ته ازادی او خپلواکي راوړو، هیواد کې عدالت تامینو آیا همدا ازادی ده چې د خلکو خولې بندوۍ د هغوی انساني حق چی د زده کړی حق ده په یو او بل پلمه د هغو نه اخلئ .
    د دولت کارکونکو ته د تنخوا او معاش چی د هغوی حلالې پیسی دي ورته نه ورکوئ
    سلهاو زره کورنۍ نه مو د هغوئ میاشتنی عاید اخستی او هیواد مو د نړی په تاریخ کې د یوه بیساری ناورین سره مخامخ کړی دی، هیواد او ټاټوبی چې هر اوسیدونکي ته د مور حیثیت لري تور پنجاب ته تسلیم او مشران مو په عوض د دی چې د هیواد ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي د پاکستانی طالبانو او چارواکو تر منځ د اوربند په خبرو بوخت دي
    لوی خدای مو تباه او برباد کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب