جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهژمی او اقتصادي ناورين، ط د بريښنا د پوروړو برق پرې کوي

ژمی او اقتصادي ناورين، ط د بريښنا د پوروړو برق پرې کوي

تاند:( دوشنبه، د عقرب اوولسمه) د ژمي له رارسيدو او د اقتصادي ناورين له ورځ تر بلې شدت سره هم مهاله، طالبانو په پلازمېنه کابل کې د برېښنا د پوروړو د لاینونو د پرې کولو پرېکړه کړې ده..

ډ برېښنا شرکت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دا کار د عوایدو راټولولو د ښه والي په موخه پیلوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنیدو سره، په افغانستان کې تر ۱۸ ميليونه پورې دولتي او غير دولتي کسان وزګار شوي، د افغانستان اقتصاد د دوی د واکمنۍ له هماغه پيله تر ۲۰ سلنې را غورځېدلی او ۲۳ میلیونه وګړي سخت وږي او د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

څه موده مخکې ازبکستان وويل، چې افغانستان ته د صادراتي بريښنا يوه اندازه پورونه يې بښلي او د نورو د نه ورکولو له کبله به پر افغانستان بريښنا نه پرې کوي.

طالبانو د بريښنا پورونو په ورکړه کې له ملګرو ملتونو هم د مرستې غوښتلو ادعا کړې وه، خو ياد شوي سازمان په دې اړه ناخبري وښوده.

ازبکستاني چارواکو د طالبانو په حواله ویلي و، چې د واکمنۍ تر رسميت پیدا کولو او د اقتصادي ستونزو تر حليدو يې د برېښنا پورونو په اړه ورڅخه مهلت غوښتی دی.

اوس معلومه نه ده، چې طالب چارواکو ولې د خلکو د خورا ناوړه اقتصادي وضعيت باوجود دا پریکړه کړې ده؟

د شنونکو په باور، د طالبانو د دې پریکړې عملي کیدل به د شديد بشري ناورين تر څنګ په را روان خونړي ژمي کې د لوږې تر څنګ د سختې يخنۍ له کبله هم د انساني فاجعې شدت زیات کړي.

د افغانستان يوه لويه برخه خلک د بريښنا شرکت څخه د بريښنا د لګښتونو پوروړي دي.

1 COMMENT

  1. دخیرات او زور وخت تیر دی. شل کلن لوچکان دی غلا سوی پیسی ورکړی چه طالبان یی قرضه باندی خلاصه کړی.
    دشل کلن مزدورانو له کبله اوس ټول افغانستان په ځور دی. هغه دی خپل باداران او ځانونه مسؤل وبولی او دغریبو غم دی وخوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب