پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهټرمپ : چين خامخا بګرام کې پوځي اډه جوړوي

ټرمپ : چين خامخا بګرام کې پوځي اډه جوړوي

تاند:( دوشنبه، د عقرب اوولسمه) د امريکا متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا خبرداری ورکړی، چې چين په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو خوشې کړې تر ټولو سترې پوځي اډې ( بګرام) ته سترګې ګنډلي او هلته به اډه جوړه کړي.

ټرمپ له فاکس نيوز ټلويزيوني چينل سره پرون د يوې تازه مرکې پر مهال پر خپل ځای ناستي ولسمشر جوبایډن له دې کبله توندې نیوکې وکړې، چې په وينا يې له افغانستان څخه يې ځواکونه په ډېر شرمناک او د تسلیمۍ په بڼه وويستل.

د ټرمپ په وينا، که دی ولسمشر وای ځواکونه يې د امريکا د اقتدار او عزت له خوندي ساتلو سره دوی ته له زيان اوښتو پرته ویستل او بګرام پوځي اډه يې د چين د خاطره هم نه پريښوده.

ډونالډ ټرمپ زياتوي، چې ده به بګرام پوځي اډه په هيڅ ډول نه خوشې کوله او په دې دليل يې هم ساتله، چې له چين سره يې یو ساعت واټن دی.

د جوبایډن حکومت د ټرمپ دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې په بګرام پوځي اډه کې د چینایانو د ځای پر ځای کیدو راپورونه خپاره شوي وو، خو طالبانو او چینایانو رد کړي وو.

امريکا بيا- بيا ويلي، چې که له افغانستان څخه يې ګټې وګواښل شي، بيا به پر دې هېواد بريد وکړي.

طالبان بيا ډاډ ورکوي، چې افغان خاوره به د هيچا خلاف ونه کارول شي.

1 COMMENT

  1. طالیبانو ته ژور خبر او زیرکتیا:
    په خپل مینځ کی اختلافات پریږدی، دبیرغ، امارت، روزانه وظیفوی تبدیلیانو،د پخوانی مسلکی خلکو زورول او هاغه دغه بی معنی خبری پریږدی. سم هوښیار اوزیرکه افغانان شی، که نه په څو ساعتو کی امارت ختمیږی، د صفر ۱-۲-۳ او ۴ قطعی او نور مسلح قوای همدا اوس په غربی ملکونو کی د سختو ترینینګونو لاندی دی. ستاسو د ډی این ای کودونه امریکا ترلاسه کړیدی. لمړی مو مشران په ډرون ختموی او وروسته افغانی قوای دیسانت کوی او په مکمله توګه مو ختموی.
    فوزیه کوفی، ناهید فرید او دوی ته ورته نوری بلاګانی په امریکا کی د جوبایډن حکومت سخت ترفشار لاندی راوستی، ددغوبلاګانو سره ټرمپ، ځینی دیموکراتان او جمهوریخوا جنګی متقاعد جنرالان، د ګانګرس غړی او نور بدمعاشان او لنډه غر ولاړ دی. دا چه جوبایدن پدی پوه دی چه یا به
    استعفآ کوی او یا به ځمونږ په وطن قهری او زرهوی اتوماتیک ګوزار کوی.

    یادونه: د طالیبانو سره په افغانستان کی امریکا تراوسه د الیکترونیکی
    زهری وسلو او یا د ار۰ان۰ای دله مینځه وړلواوپه نښه کولو جنګ نه دی کړی، اونه یی دیورانیم او برومین ډوله کو چنیو اسلحو جنګ کړیدی، چه یوه ساحه سل متره په سل متره کی له مینځه وړی. همداسی یی د زهروی لیزر شعاعګانو جنګ هم نه دی کړی، فقط یوځل یی د راننوتلو په وخت کی په بلخ کی استعمال کړی وه، چه دطالیبانو د غوږونو څخه وینی راوتی وی نور ځای پر ځای مړه وه. خو کله چه د روسی هیواد دغه خبر نشر کړه امریکا منکره شوه. امریکا د پورته خطرناکه اسلحو استعمال ځکه نشو کولای چه د خپلو متحدینو څخه ډاریده. او هم د افغان اولس او حکومت څخه ډاریدل، لکه ښاغلی کرزی چه په قدرت کی نه وه په امریکا به یی چغی وهلی.
    مګر اوس امریکا نړیوالو ته طالیبان په یوه او بله بهانه بدنام کړل، او بل دا چه امریکا دا کرت متحدین ځان سره نه راولی، ځکه ډیر احتمال لری چه امریکا دا کرت فقط هوای برقی جګړه وکړی چه په نتیجه کی به ډیری جنګی سرغړونی وکړی تر څو نور دنیاوال د نیږدی خبر نشی.
    زه یو ځل بیا دطالیبانو څخه خواست کوم چه په خپل دغه نوی حکومت کی د ډیر نرمښت څخه کار واخلی، تر څو د امریکا پشان د یو دهشتګر، خونکار او مغرور حکومت مخه ونیسو.
    والسلام
    نوټ: د پورته خطرناکو اسلحو، ډي ان ای او آر ان ای په هکله د یو نظامی پوهه او د پوهنتون دساینس دبرخی استاذانو څخه معلومات راټولولی شی.
    ځینی طالیبان وای چه پرمونږ یی د بمونو شل ټنه مور اچولی ده. مګر طالیبان باید پدی پوه شی چه نیم پاو یا ۱۲۵ ګرامه برومین که د ډرون څخه راخوشی کړی نو څو چنده دبمونو دمور څخه قوی ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب