پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهتادين خان: پاکستان د ط په لاس له ننګرهاره د جلال اباد...

تادين خان: پاکستان د ط په لاس له ننګرهاره د جلال اباد د ماتې غچ اخلي

تاند:( دوشنبه، د عقرب اوولسمه) د افغانستان د مشهور طالب ضد جنرال عبدالرازق ورور او د کندهار پخواني امنيه قومندان جنرال تادين خان وايي، طالب ته که د پنجابي نوم واخيستل شي، بده خبره نه ده.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې د دې خبرې دليل دا ښودلی، چې هغه د طالبانو ټول کړه وړه د پنجابيانو په شان او د پنجاب تر امر لاندی دي.

د تادين خان په وینا، طالبانو چی په ننګرهار کی کومی هدفی وژنې رواني کړی دی يو الله ترې خبر دی.

جنرال تادين خان زياتوي، چې طالبان د پنجاب په امر له ننګرهاريانو د شهيد داکتر نجيب الله د وخت د ماتی غچ اخلي.

تادين خان د طالبانو پر وړاندې د خپلو عملي اقداماتو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې له کندهار څخه د نوموړي په مشرۍ د طالب ضد مقاومت د پیلیدو اوازې خپرې شوې وې ‌

د طالبانو له واکمنیدو سره، دغې ډلې د جنرال عبدالرازق کور او مقبری ته په سپکاوي تورن شول.

دغه راز، ويل کيږي چې د طالبانو لخوا د جنرل رازق په سلګونه قومیان ( اڅکزي) په سپين بولدک کې په ډله ییزه توګه ووژل شول.

طالبانو بيا دا ادعاوې ردکړې دي.

2 COMMENTS

  1. هره ورځ په ننګرهار ولایت کې نیژدی تر دیرشو پورې حلال شوي او په دار ځړول شوي جسدونه موندل کیږي، او ځینې بیا په صحت عامه او د ځینو تنې په ویالیو او پلونو لاندې موندل کیږي، چې سرونه ترې پرې شوې وي. داسې په سلګونه خلک یې په غم ښادۍ کې کیسې کوي. خو متاسفانه چې رسنۍ سانسور شوي دي، هیڅوک یې د نشرولو جرأت نشي کولی.
    د ښاغلي ضیاء الحق امرخیل تسلیمي او د غني نه جګړه اوس ډیر ژور منفي اغیز رامنځته کړ، ځکه چې د دولت پخواني کارمندان، د امنیت کارمندان د ملي پوځ افسران او سربازان او همدا راز مدني فعالان او ژورنالیستان د شپې لخوا د کورونو نه ویستل کیږي، او ځینې بیا په مرموز ډول وژل کیږي، او یا هم ترې تم کیږي، چې څو ورځې وروسته وژل شوي ، حلال شوي ، په ډزو چڼ چڼ شوي او یا هم په دار ځړول شوي موند کیږي. !!
    طالبان د امنیت په نوم او د داعش په ضد د مبارزې په نوم د پخواني دولت ټول کارمندان شهیدانوی!! دا واقعا یو بشري جنایت او وحشت دی. خلک ډیر زیات دې وضعیت اندیښمن کړي دي. دا به د ملا برادر او ملا اخوند د زوال پیل وي.

  2. کونړیو بیدارو ځوانانو، بلی پخوا ئی قاتل تنظیمونه په ملت خوشی کړل او اوس ئی دوهم ځل دا وحشی کفار قدیانی طالبان په ملت خوشی کړی دی او پنجابی پاکستان د امریکا ( خلیلزاد خائین په واسطه ) او انګلیس په مټو د افغان ملت تباهی ته ملا تړلی دی او دی قدیانانو اوس د قدیانانو مشر کریم اقاخان هم رسمی کابل ته دعوت کړۍ دی ، تر څو چی بیداره ځوانان او ولسونه راپورته نشی دا قتلونه او تباهی به روانه وی ، راپورته شۍ او خپل د مقاومت اوازونه مو نړۍ ته ښکاره کړۍ که دا کار ونشی نو د مردود همه شمول حکومت کښی به افغانستان په رسمی شکل سره د پنجابی پاکستان تر رهبری لاندی راوستل شی ، اوس ئی وخت دی چی ددی خائینو تنظیمونو او طالبانو پر ضد مقاومت شروع شی !!!! دی دوزخی اور ته د قاتلو کمونیستانو له خوا تهداب ایښودل شوۍ دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب