Homeخبرونهبلینکن: د‌ خليلزاد ځای ناستی بروکسل ته په سفر ځي

بلینکن: د‌ خليلزاد ځای ناستی بروکسل ته په سفر ځي

تاند:( دوشنبه، د عقرب اوولسمه) د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت نوی ځانګړی استازی ټام ويسټ په يوه رسمي سفر د ناټو سازمان مرکز بروکسل ته ځي.

د نوموړي د دغه سفر اعلان، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن کړی دی.

بلینکن پر خپل ټویټر لیکلي، چې نوی استازی به يې له نړیوالو متحدینو سره د افغانستان په اړه وغږیږي.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي ‌

د متحده ايالاتو مخکيني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، خپل مخکيني مرستيال او اوسني ځای ناستي ته په دنده کې د بریالیتوب هیله کړې ده.

دا سفر به داسې مهال کیږي، چې امريکا په افغانستان کې د داعش القاعدې ډلې د بيا فعاليدو په اړه جدي اندیښنه لري.

امريکا له دې کبله، بيا پر افغانستان د ممکنه برید خبرداری هم ورکړی، خو طالبانو یې انديښنې رد کړي او ټينګار لري، چې له افغان خاورې هیڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بيا، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل له تسليمۍ سره تشبيه کړې او ويلي، چې دا ډول وتل شرمونکي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...