دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهبارنټ روبین: امريکا افغان پوځ بيرته پاشلتيا ته جوړ کړی و

بارنټ روبین: امريکا افغان پوځ بيرته پاشلتيا ته جوړ کړی و

تاند:(جمعه، د عقرب اوومه) د متحده ايالاتو يو مشهور افغانستان پېژندونکی بارنټ روبین پر خپل هېواد نيوکه کړې او ويلي، چې په افغانستان کې يې يو پاشل کیدونکی پوځ جوړ کړی و.

نوموړی، چې د نیویارک پوهنتون د نړيوالو همکاريو د مرکز مشري کوي، په يوه تازه مرکه کې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ايالاتو سياستونه نقد کړل.

د‌ ده په وينا، امريکا افغانستان ته داسې پوځ جوړ کړی و، چې د امریکایي سرتیرو د وتو په وروستيو شېبو کې په ډېر حيرانوونکي ډول سقوط او سره وپاشل شو.

هغه يادونه وکړه، چې د پخواني شوروي اتحاد له وتو وروسته، د‌ ډاکټر نجيب حکومت د پياوړي پوځ په لرلو سره درې کاله مقاومت او د واکمن نظام ساتنه کړی وه.

دا مشهور امریکايي کارپوه دا هم وايي، چې په افغان دولت کې پراخ فساد هم د پاشل کیدونکي پوځ د جوړيدو له لاملونو څخه و.

د دې ترڅنګ د افغانستان له شرايطو سره نا برابروالی او امریکايي جوړښتونو ته ډېر ورته والی نوموړي د پاشل شوي پوځ لويې ننګونې ګڼلي دي.

د متحده ايالاتو ډېرو چارواکو د افغانستان د دفاعي او امنیتي بنسټونو پاشلتيا او د جمهوري نظام ناڅاپي سقوط حیرانوونکي ګڼلي.

هلته ځينې پلټونکي پلاوي هم ټاکل شوي څو د پاشلتيا او سقوط لاملونه په ډاګه او په دې اړه وضاحتونه را منځته کړي.

يوه لويه برخه مخکيني افغان چارواکي او سياستوال د جمهوري نظام د سقوط عمده دليل له طالبانو سره د متحده ايالاتو د دوحې تړون او له دې تړون څخه د افغانستان د جمهوري نظام څنډې ته ساتل یادوي.

د دغه تړون امریکايي مرکچي زلمي خليلزاد بيا د دوحې تړون او سولې بهير د ناکامۍ ملامتي پر بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني اچولې ده.

د ښاغلي غني لومړي مرستيال امرالله صالح بيا په دې برخه کې زلمی خلیلزاد ګرم ګڼلی او ويلي، چې هغه جمهوري نظام د يوې وزې په شان د سقوط تر آخرې شېبې په ډېر مکارانه او غولونکي ډول معامله وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب