یکشنبه, مې 12, 2024
Homeروغتیاد کاکتوس مېوه او ګټې یې

د کاکتوس مېوه او ګټې یې

د کاکتوس مېوه چې ازغي لرونکی ناک (Prickly pear) هم ورته وایي، هغه مېوه ده چې د نوپال کاکاتوس (Nopal Cactus) پر پاڼو را شنه کېږي. داسې ویل کېږي چې د امریکا په شمال او جنوب کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۰۰ ډوله کاکتوس موندل شوي دي. له دې ډلې ډېر لږ یې داسې دي، چې مېوه یې د خوړلو وړ ده، پاتې نور یې زهري او یا هم ډېر ترخه دي.

نوپال یې تر ټولو مشهوره ده چې په خام او پاخه دواړو ډولو خوړل کېږي او په پخلي کې هم ترې ګټه اخیستل کېږي. دغه مېوه په ډېری درملو کې هم کارول کېږي او د ډېرو ناروغیو د درملنې لپاره خورا ګټوره هم بلل شوې ده. په زیاته کچه وېټامین سي، وېټامین بي او مغزي مواد لکه مګنیزیم، پوتاشیم، کلسیم، مس او فایبر لري. دغه مېوه د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي، غاښونه او هډوکي کلکوي، د غذا په هضم کې مرسته کوي، زړه قوي کوي، د سرطان ضد ځانګړنه لري، وزن کموي، التهابي خاصیت لري، د شکرې ناروغۍ مخه نیسي او له منځه یې وړي، له سټرېس سره مقابله کوي او په بدن کې د وېټامین سي کچه تنظیموي. ډېرې نورې ګټې هم لري، خو روغتیا پالان وایي چې که یې په خوړو کې زیاتی وشي، کېدای شي ځینې جانبي عوارض هم رامنځ ته کړي.

حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب