ما پرېږئ چې چیغې ګډې کړم، اوښکې توی کړم، په ژړا شم، زړه سپک کړم، يه اوښکو کې ولمبېږم.
اوښکې څه دي، د بېوسه، بې چاره او د غم څپلې او کړېدلي انسان د زړه غږ دی، چې غږ نشي کولای خپل غم او درد په اوښکو کې پټوي، خو نه پټېږي.
انسان چې وژاړي زړه یې سپک شي. پرېږدئ چې وژاړم زړه مې سپک شي.
ښه ده چې وژړېږم، ځکه د یو غریب، بېچاره، یتیم، غم لرونکي، کونډې او کړېدلي ملت او انسان همداسې کوي، زه هم همداسې کوم زه د همداسې ملت برخه یم خو خندا د روغو او خوشحلو خلکو او ملتونو کار دی نو زه د دې ملت برخه نه یم.
پرېږدئ چې اوښکې توی کړم ځکه زه غږ نشم کولای ظالم په غاړه چاړه راېښې ده. ما د ورځې سل ځله وژني، زه د ورځې سل او زر خلک ګورم چې دوی کړېږي او ځورېږي، خو له ډاره غږ نشي کولای، د دوی هر فریاد سره هر ځله وژل کېږم.
تندر وي او اسمان کړنکېږي، بارن چې وشي، اسمان غلی شي او تندر ورک شي، پرېږدئ چې اوښکې توی کړم چې تندر ورک کړم.
هغه یتیم چې د کلي د خان زوی یې ووهي، یتیم په چیغو شي، مرور شي له سترګو یې مړې اوښکې بهېږي زه هغه شان یم.
پرېږدئ چې وږي، تږي او بې تعلیمه ملت مې اوښکې توی کړم، پوهېږم د دوی سرفناه او د ارمانونو پوره کولو څوک نشته.
زما وطن زما مور ده، د وطن اوبه د مور شېدې دي، د هیواد ارزښتونه مو د هیواد ننګ دی، نن چې دا هر څه راڅخه اخیستل کېږي، د خپلې مور په غېږ کې د پردېتوب احساس کوو، اخ دا څه دي! غږ نشو کولای پرېږدئ چې په خپلې بوزلۍ او بیوسۍ باندې چغې وکړم او اوښکې توی کړم، سیلاب ترې چوړ کړم، د ظالم د ظلم او ستم د اوښکو په توفان وېسم.
زما د اوښکو لار مه بندوئ چې د نړۍ ټول خلک زما اوښکې وګوري، رب زما په بیوزلي او په اوښکو پوه شي، رښتیا رب دی او هر هغه انسان چې انسانیت لري زما د اوښکو په ارزښت پوهېږي، دا اوښکې دي چې خوشحالي راولي.