دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهامريکا افغانستان ته ۱۲۴ ميليونه ډالره بشري مرسته اعلان کړه

امريکا افغانستان ته ۱۲۴ ميليونه ډالره بشري مرسته اعلان کړه

تاند:( جمعه، د عقرب اوومه) د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن له افغانستان سره د دغه هېواد تازه بشري مرسته اعلان کړه.

نوموړي ويلي، چې دا مرسته ۱۲۴ ميليونه ډالره ده او د افغانستان د خلکو لپاره ځانګړې شوې ده.

امريکايي وزير زياته کړه، چې هېواد يې د ديپلوماسۍ او بشري مرستو په وسيله د افغانستان د راتلونکي ثبات او خلکو ملاتړ کوي .

ويل کيږي، چې د افغانستان د خلکو په نوم بشري مرستې يو مخ د ملګرو ملتونو د اړوندو بشري ادارو په لاس مصرفیږي.

له طالبانو څخه ډاډ ترلاسه شوی، چې په دې برخه کې به مداخله نه کوي او خنډونه به نه جوړوي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين په بېساري ډول اوج ته رسېدلی دی.

طالبانو په مياشتو، مياشتو د سلګونه زره مامورینو معاشونه نه دي ورکړي او د حکومتولۍ بهير یې له شديد فلج سره مخ شوی دی.

طالبان، که څه هم د واکمنۍ یې څه باندې دوه نیمې میاشتې کیږي، خو تر اوسه د تر ټولو نيږدې مدافع پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.

د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې یو شمېر بېوزله افغان کورنۍ د سخت فقر او د کورنۍ د نورو غړو د نقې لپاره ان د کوچنيو لوڼو پلورلو ته مجبوره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب