Homeخبرونهد فيسبوک کمپنۍ نوی نوم اعلان شو

د فيسبوک کمپنۍ نوی نوم اعلان شو

تاند:( جمعه، د عقرب اوومه)‏ ‏د فيسبوک کمپنۍ مالک مارک زاکربرگ، د دغې کمپنۍ نوی نوم اعلان کړ.
نوموړي ويلي، چې دا کمپنۍ به زر د Meta په نامه ونومول شي.
د نوموړي په وينا، چې په دې اړه پريکړه نهايي شوې او زر به يې عملي اقدام هم پيل شي.
د زاکربرگ په خبره، چې د فيسبوک د نوم دغه بدلون به د ده پر اړوندو نورو ټولنيزو رسنيو ( انسټګرام او واټسپ) عملي نه شي.
.فيسوک کمپنۍ څه موده مخکې د څو ساعته تخنيکي ستونزې له کبله په ميليونونه ډالره تاوان وکړ.
د افغانستان په ګډون ډېرو هېوادونو کې دا ټولنیزه رسنۍ په ميلياردونو کارونکي لري، خو په وروستيو کې ترې د نارضايتۍ راپورونه زيات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...