Homeخبرونهافغانستان: د طالبانو د واکمنیدو په اړه د امريکا استخباراتي وړاندوينې ناسمې...

افغانستان: د طالبانو د واکمنیدو په اړه د امريکا استخباراتي وړاندوينې ناسمې وې

تاند:( جمعه، د عقرب اوومه)‏ د افغانستان په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو د ترسره شويو وړاندوينو د ناسم ثابتيدو راپور دقيق شو.
وال سټريت ژورنال په يوه تازه راپور کې ويلي، چې د امریکا سي آی اې یا مرکزي استخباراتي ادارې، ډیفنس انټلجنس، د ملي استخباراتو ریاست او د بهرنیو چارو وزارت د استخباراتو ادارې د افغانستان د حکومت د پرزېدو په اړه د هغه څه خلاف وړاندوینه کړې وه، چې پېښ شول.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې، د دغو ادارو استخباراتي معلومات ترلاسه کړي او پر اساس یې وايي چې د طالبانو د واکمنېدو په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو محاسبې ناسمې وې.
د متحدو ایالتونو د استخباراتي ادارو په جامع راپورونو کې د طالبانو له لوري د کابل ښار د چټک نیولو اټکل نه و شوی.
وال ستریټ ژورنال وايي،  د امریکا د څلورو کلیدي استخباراتي ادارو د نژدې ۲۴ راپورونو مواد یې ترلاسه کړي چې په اکثرو کې وړاندوینه شوې چې طالبان به کابل ونیسي، خو هیڅ یوه دا اټکل نه و کړی چې دا کار به په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان لا هلته موجود ول، د اګست په نیمايي کې کېږي.
وال ستنریټ ژورنال د مثال په توګه یادونه کوي، صرف یوه میاشت وروسته له دې چې ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو پلان اعلان کړ، سي آی اې یو راپور خپور کړ، او اټکل یې وکړ چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني حکومت به د کال تر پایه سقوط وکړي.
د ورځپاڼې پر اساس، د اشرف غني د حکومت د سقوط په اړه په ټولو وړاندوینو کې ویل شوي وو چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به دا پېښه کېږي.
د امریکا بله استخباراتي اداره ډیفنس انټلجنس، چې په پینتاګون پورې تړاو لري، تر سي آی اې هم خوشبینه وه. دې ادارې په جون میاشت کې ویلي و چې طالبان به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د کابل د نیولو هڅې پیل کړي.
تر دې یوه میاشت وړاندې دې ادارې ویلي و چې افغان امنیتي ځواکونه به کابل په کنټرول کې ولري او طالبان به د نورو سمیو په نیولو تمرکز وکړي.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه او همداراز فوربس مجله وايي چې د دغو راپورونو په اړه یې د امریکا له استبخاراتي ادارو څخه د تبصرې غوښتنه وکړه خو حاضرې نه شوې چې څه ووايي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په یوه انلاین بحث کې د افغانستان پخوانی ولسمشر او نورو سیاستوال د کابل د پرزېدو په خاطر ملامت کړل.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا، د ولسمشر غني “ستره محاسبي تیروتنه” دا وه چې هغه باور نه درلود چې امریکا دې له داسې یوې سیمې ووځي‌ چې د هغه په وینا د امریکا پوځیانو او استخباراتو ته د چین، روسیې، ایران او پاکستان په شان مهمو ستراتیژیکو هیوادونو ته نژدې ده.
خلیلزاد په دې بحث کې وویل: “ما هڅه وکړه چې نوموړی وهڅوم چې ولسمشر ټرمپ ډیر جدي دی خو ولسمشر غني ویل چې د امریکا استخباراتو او پوځ د دې خلاف نور څه ورته وايي.
د خلیلزاد دا څرګندونې د افغانستان د پخواني لومړي مرستیال ولسمشر امرالله صالح له توند غبرګون سره مخامخ شوې. صالح په خپله ټویټرپاڼه کې وکښل چې خلیلزاد هڅه کوي د ماتې پړه پر نورو واچوي او لا هم د افغانانو پر ټپونو مالګه شیندي.
خو د امریکا د وال ستریټ ژورنال پر اساس د امریکا د استخباراتي ادارو نوي ترلاسه شوي معلومات ښيي چې امریکا د طالبانو له لوري د کابل ناببره نیولو ته سمه تیاري نه وه نیولې.
راپور وايي، د کابل له سقوطه وروسته د امریکا جګپوړو جنرالانو او دفاع وزیر لوید اسټن له ولسمشر بایډن څخه وغوښتل چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي. وال ستریټ ژورنال وايي چې بایډن ته خبرداری ورکړل شوی و چې د ټولو ځواکونو د ایستلو په صورت کې د ثبات تضمین نه شته او ځینو سلاکارانو ولسمشر بایډن هڅولی و چې په افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي.
خو ولسمشر بایډن دا غوښتنې رد کړې.
په امريکا کې د افغانستان د جمهوري نظام ناڅاپي سقوط، چې طالبانو سره د دوحې تړون یې یو اساسي علت ګڼل کېږي، له سختو نيوکو سره مخ شوی دی.
يو شمېر امريکايي سناتورانو خو په دې اړه د جدي پلټنو ټینګار کړی او د عاملينو مجازات یې اړین ګڼلی.

1 COMMENT

  1. IN DUKHA AGREMENT UNITED STATE GIVE MORE CHANCE TO TERORIST TALIBS
    IN THIS JURY LEAD BY KHALILZAD//BUT KHALIL ZAD WAS ALWAYS IN CONTUCT WITH PAKISTAN.
    KHALILZAD WORKED FOR ISI..IN PAST 20 YEARS KHALILZAD WAS LIKE PAKISTAN REPRESENTATIVE.
    WHAT PAKISTAN WANT KHALILZAD DONE THAT. FOR PAKISTAN.
    LIKE;
    KHALILZAD BRING KARZAI IN PLACE OF MARKHOOM KING MOHAMMED ZAHIR SHAH IN BON 1.
    KHALIL ZAD WAS AGAINST DOCTOR ASHRAF GHANI AND PAKISTAN TOO.
    *****************************************************************
    NOW THE WORSE THING IN THE SIDE OF HUNGER/POVERTY/UNEMPLOYEE IS THAT.
    EVERY DAY THAT EDUCATED AFGHAN S &ELDERS ARE KILLING BY PAKISTANI AGENTS;
    WHO ARE AGAINST PAKISTAN AND WANT FREEDOM FOR PUKHTOONS AND DONOT ACCEPT DIURAND LINE.
    .THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...