دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهچین د افغانستان پولې ته نژدې په تاجکستان کې اډه جوړوي

چین د افغانستان پولې ته نژدې په تاجکستان کې اډه جوړوي

تاند (جمعه، د عفرب ۷ مه) د تاجکستان پارلمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چین به د تاجکستان او افغانستان پولې ته نژدې د تاجک پولیسو د ځانګړو ځواکونو لپاره د یوې اډې د جوړېدو مالي لګښت په غاړه واخلي.

دا اډه به د پامیر په غرونو کې د تاجکستان ګورنو بدخشان په کورواک ولایت کې جوړه شي. دا سیمه د افغانستان له بدخشان ولایت او د چین له شین جین مسلمان مېشت ایالت سره پوله لري.

سره له دې چې چین ظاهراً په افغانستان کې د لوېدیځ پلوه رژیم پر نسکورېدو او په ځای یې د طالبانو پر واکمنېدو خوشاله دی خو د طالبانو له درکه د دې هیواد 29اندېښنه له دې هم څرګندېږي چې په تاجکستان کې اډه جوړوي څو له افغانستانه سختدریځي د چین شین جین (سین کیانګ) ایالت ته وانړوي.

دا اډه په داسې حال کې جوړېږي چې د تاجکستان او په افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. ده په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو بیا تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړی.

د روسي رسنیو پر اساس، طالبانو له هغو تاجک وسله والو سره لاس یو کړی چې د افغانستان په شما کې دېره دي او د تاجکستان د حکومت د پرزولو هلې ځلې کوي.

د روسیې تر مشرۍ لاندې د ډله ییز امنیتي تړون غړیو تېره اوونۍ د افغانستان – تاجکستان د پولو په اوږدو کې پراخ پوځي تمرینونه وکړل او روسیې اعلان کړی چې که د افغانستان له لوري د تاجکستان خاورې ته ګواښ پېښ شو نو د دوشنبې ملاتړ به وکړي.

چین یو له هغو لویو هیوادونو څخه دی چې په تاجکستان کې یې پانګونې کړي. پینکینګ له تاجکستان سره ډېرې مرستې هم کړي دي. دې هیواد د تاجکستان د پارلمان ودانۍ وړیا جوړه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب