جمعه, مې 17, 2024
Home+په دې ورځ د ترکیې جمهوریت تاسیس شو

په دې ورځ د ترکیې جمهوریت تاسیس شو

تاند- له نن څخه ۹۸ کاله پخوا د ۱۹۲۳ م کال د اکتوبر په ۲۹ مه د ترکیې جمهوریت تاسیس شو. د ترکیې جمهوریت، چې تر اوسه دوام لري، تر ډېره د مصطفي کمال (اتاترک) د هڅو په نتیجه کې جوړ شو.

مصطفي کمال ته، چې د ترکیې لومړنی ولسمشر دی، تورکان (ترکان) اتاترک یعني د خپل ملت پلار وايي.

د خپلواکۍ تر جګړې وروسته، مصطفی کمال اتاترک په ۱۹۲۳ کې یوه نوې ترکیه رامنځ ته کړه.

د ترکیې لومړني ولسمشر اتاترک تر ۱۹۳۸م کاله پورې د ترکیې مسیر تر ډیره پورې غرب ته واړاوه او سیکولرزم یې د دې هیواد د بنسټ په توګه معرفي کړ. وروسته په ۱۹۴۶م کال کې له ګڼ شمیر ګوندونو څخه جوړه دیموکراسي معرفي کړل شوه. ترکیه په دوهمه نړیواله جګړه کې بې طرفه پاتې شوه.

ترکیې په ۱۹۵۲م کال کې د خپل تاریخې دښمن یعنې یونان ترڅنګ د ناټو تړون غړیتوب ترلاسه کړ چې ډیر ملاتړ یې متحده ایالاتو وکړ، ځکه متحده ایالاتو نه غوښتل چې ترکیه د پخواني شوروي اتحاد لاس ته ولویږي.

اتاترک د ۱۹۳۸ میلادي کال د نوامبر په لسمه نیټه وفات شو هغه د ترکیې جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو مهم انسان دی.

که څه هم په کابل کې د ترکیې د پخواني سفیر اوغوزخان ارطغرل په وینا د ترکیې او افغانستان اړیکې د احمدشاه بابا له وخته پیل شوي خو جدي رسمي اړیکې اتاترک په ۱۰۲۱ م کال د مارچ په لومړۍ نېټه د افغانستان له مترقي پاچا اعلحضرت امان الله خان سره د افغانستان ترکیې د دوستۍ تړن لاسلیک کړ.

د ۱۹۲۱ میلادي کال د جون په لسمه نېټه د افغانستان سفارت په ترکیې کې پرانستل شو او اتاترک په خپلو لاسونو د افغانستان بیرغ د سفارت پرسر پورته کړ. امان الله خان لومړنی بهرنی پاچا و چې د ۱۹۲۸ میلادي کال په مې میاشت کې یې ترکیې ته سفر وکړ. ترکیې په دې سفر کې د تخنیکي همکاریو لومړنی موافقه ورسره لاسلیک کړه. له افغانستان سره د ترکیې نژدې همکاریو د دوهمې نړیوالې جګړې تر پیلېدو پورې روانې وې. د افغانستان او ایران ترمنځ د منځنۍ برخې پوله د ترکیې د را استول شوي پلاوي له خوا له ۱۹۳۴ تر ۱۹۴۵ میلادي کلونو ترمنځ تنظیم شوه. کله چې اتاترک په ۱۹۳۸ مېلادی کال مړ شو، نو افغانستان یوازینی هیواد و چې د بیرغ په نیم ځوړند کولو سره یې د یوې اوونۍ لپاره په هیواد کې په رسمي ډول ویر اعلان کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب