Homeخبرونهجرمني د کډوالو د نوې لویې څپې په اړه اندېښنه وښوده

جرمني د کډوالو د نوې لویې څپې په اړه اندېښنه وښوده

تاند(جمعه، د عقرب ۷مه) د جرمني د کورنیو چارو وزیر له بیلاروس سره د اروپايي اتحادیې د لوېدیځو پولو له لارې د زرګونو کډوالو د نوې لویې څپې په اړه خبرداری ورکړ.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست شیهوفر (Horst Seehofer) پرون (پنجشنبې) بیلډ تلویزیون ته په مرکه کې وویل، د کډوالو د دې نوې څپې اکثره د منځني ختیځ او افغانستان پناه غوښتونکي دي.

«دوې ورځې مخکې په دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره موږ په یوه ورځ تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال لرل. که دا په میاشت کې ضرب کړئ، بیا نو تاسو پوهېږئ چې اقدام ته فوري اړتیا ده.»

ده د کډوالو د بحران د بدتره کېدو د مخنیوي لپاره د اروپايي اتحادیې د ګډې ستراتیژۍ غوښتنه وکړه.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ «د کډوالو د ستونزې حل یوازې د اروپايي اتحادیې په وسیله ممکن دی.»

د جرمني د کورنیو چار وزارت پر اساس، دې هیواد له پولنډ سره په خپله پوله کې ګزمې زیاتې کړي او دې پولې ته یې ۸۰۰ اضافي پولیس لېږلي چې د هغو کډوالو مخه ونیسي چې له بیلاروس څخه د اروپايي اتحادیې هیوادونو ته ننوځي.

ویل کېږي چې له څو اوونیو راهیسې کډوال، چې اکثره یې د عراق، سوریې او افغانستان اتباع دي، له پولنډ څخه جرمني ته داخلېږي. دا کسان لومړی بیلاروس ته تللي او له هغه ځایه یې اروپايي اتحادیې ته ننوتي دي.

د روان اکتوبر په لومړیو کې د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انترنشنل د پولنډ د پوله ساتو له لوري له افغان کډوالو سره د ځیږ چلنډ په خاطر نیوکې وکړې.

امنیسټي انټرنشنل په دې ژوره اندېښنه ښکاره کړه چې د اګسټ له میاشتې راهیسې د پولنډ او بېلاروس په پوله کې له ۳۲ افغانانو څخه ۱۷ تنه لا هم بند پاتې دي.

د اګسټ په ۲۵مه نېټه د اروپا د بشري حقونو محکمې پولنډ ته حکم وکړ چې دغو ۳۲ افغانانو ته خواړه، اوبه، جامې او په کافي اندازه دارو – درمل ورکړي.

محکمې همدا راز امر کړی چې د امکان په صورت کې هغوی ته موقتي سرپناه هم برابره کړي.

د سېپټمبر په ۲۷مه محکمې د خپل حکم موده تر بلې خبرتیا پورې اوږده کړه او همدا راز یې امر وکړ، تر څو چې دا کسان د پولنډ په خاوره کې وي، باید بېلاروس ته ونه ګرځول شي، خو له دې سره-سره د پولنډ د کابینې د اګسټ د پرېکړې پر اساس دا کسان بېلارس ته وګرځول شول.

پولنډ د سېپټمبر له دوهمې نېټې څخه په خپله پوله کې بېړنی حالت اعلان کړی او له همدې کبله دې سیمې ته خبریالان، د پارلمان غړي او فعالان نه شی تللی.

خو چرمني وېره لري چې د ۲۰۱۵ پېښه تکرار نه شي. په هغه کال سلګونه زره کډوال جرمني ته ورغلل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...