چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونها.ا د شاه و عروس بند د بشپړولو ژمنه وکړه

ا.ا د شاه و عروس بند د بشپړولو ژمنه وکړه

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږمه)‏د طالبانو د اسلامي امارت د  اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين انجنير مجیب الرحمن د شاه او عروس بند پروژې د لیدنې پر مهال وويل چې د دغه بند پاتې کارونه به ډېر ژر پيل شي.

باختر آژانس وایي، په دې ليدنه کې چې د کابل سیندیزې حوزې لوى رييس حبیب الرحمن حقپال او د وزارت یو شمېر تخنیکي مسوولين هم حاضر وو، د اوبو معين څرګنده کړه چې د شاه او عروس بند پاتې کارونه به ډېر ژر پيل شي.

هغه همدارنګه د ياد وزارت تخنیکي مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې او د پروژې د پاتې کارونو پر چټکتیا يې ټینګار وکړ.

دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين د کانالونو د پاکولو یوه پروژه چې ” کار د غنمو په بدل کې” پروګرام له لارې چې دغه وزارت پلي کوي، د کابل د شکردرې ولسوالۍ په کوچکين کلي کې پرانيسته.

د یادونې وړ ده چې د شاه او عروس بند پروژې په بشپړېدو سره به ۳۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او ۱.۲ میګا واټه برېښنا به تولیده شي.

د افغانستان د اوبو مدیریت د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني له لویو لومړیتونو او ميراثونو څخه ګڼل کېږي.

ډېری افغانان له طالبانو غواړي، چې د هغه نيمګړې پروژې بشپړې او په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

افغانستان د اوبو پراخې سرچينې لري، چې تر ډېره يې اوبه په وړيا ډول ګاونډيو هېوادونو ته بهيږي.

د افغانستان په بې ثباته ساتلو کې د دغو هېوادونو د ډېر رول یو عمده دليل هم، له افغان اوبو څخه د دغو هېوادونو د وړیا او بې پوښتنې استفادې دوام ګڼل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی