چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهصالح: جمهوريت خليلزاد سقوط کړ، په مرکو ځان نه شي خلاصولای

صالح: جمهوريت خليلزاد سقوط کړ، په مرکو ځان نه شي خلاصولای

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږمه)‏ د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح د سقوط شوي جمهوري نظام د سقوط په اړه د مخکيني امریکايي دیپلومات زلمي خليلزاد تورونه ردکړي او برعکس يې هغه د دغه نظام د سقوط اصلي لامل ګڼلی.

امرالله صالح پر خپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي خليلزاد، له طالبانو سره د دوحې تړون په لاسليکولو سره جمهوري نظام د یوې وزې په شان د طالبانو او امريکا په معامله کې قرباني کړ.

صالح دا هم ویلي، چې خلیلزاد افغانان تېر ایستل او اوس په مرکو باندې خپله ناکامي نه شي پټولی.

امرالله صالح د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځان د افغانستان د جمهوري دولت سرپرست ولسمشر اعلان کړی و او تر ډېره وخته په پنجشېر کې د مقاومت له ډلې سره مل و.

د‌ ده په وينا، خلیلزاد د خپلې ناکامۍ د منلو پر ځای په خپلو څرګندونو سره د خلکو په زخمونو مالګې دوړوي.

زلمي خلیلزاد دا اوونۍ له سي بي اس او وروسته له کارنیګې بنسټ سره مرکې کړي چې پکې تر ډېره د خپل ماموریت او فعالیتونو ننګه کوي.

خلیلزاد که څه هم په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د ټینګښت په برخه کې امریکا ناکامه بللې خو ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې خپل هدفونه ترلاسه کړل.

هغه د افغانستان مخکیني ولسمشر باندې انتقاد کړی چې په واک کې د پاتې کېدو لېواله و او امریکا هم کافي فشار پرې رانه وړ.

خلیلزاد تېره اوونۍ له خپلې دندې لاس پر سر شو او پر ځای یې ټام وسټ چې د هغه مرستیال وو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

خلیلزاد زیاته کړه، په داسې حال کې چې افغان سیاسیونو او د مدني ټولنې غړو له طالبانو سره پر یو سیاسي توافق خبري کړي وې، امریکا غوښتل داسې یو موقت جوړښت رامنځ ته کړي چې دواړو لورو ته د منلو وړ وي.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، د جمهور رئیس غني “ستره محاسباتي تیروتنه” دا وه چې هغه باور نه درلود امریکا دي له داسې یوې سیمې ووځي‌ چې د هغه په وینا د امریکا پوځیانو او استخباراتو ته د چین، روسیې، ایران او پاکستان په شان د مهمو ستراتیژیکو هیوادونو لپاره فزیکي نږدوالی ورکوي.

خلیلزاد په دې بحث کې وویل: “ما هڅه وکړه نوموړی وهڅوم چې جمهور رئیس ټرمپ ډیر جدي دی او هغه وویل نه، استخباراتو او پوځیانو ماته بل څه ویلي دي.”

بلخوا داسې ویل کیږي چې جمهور رئیس غني هم د جګړې لپاره د خپلې نظامي ارادې غلطه محاسبه کړې وه.

کله چې امریکا د پوځیانو د ایستلو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه، جمهور رئیس غني خلیلزاد ته وویل: ” اوس زه آزاد یم چې په افغاني شکل به جګړه وکړم. په شپږو میاشتو کې به طالبانو ته ماته ورکړم ځکه تاسې سمه جګړه نه کوله.”

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي ښاغلي خلیلزاد دا مطلب د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۷ (لړم پنځه) په یو انلاین بحث کې بیان کړ.

له امر الله صالح څخه مخکې په افغانستان او امريکا متحده ايالاتو کې پر زلمي خليلزاد توندې نیوکې وشوې، چې له طالبانو سره په معامله کې يې د امریکا قربانۍ او لاسته راوړنې په سیند لاهو، جمهوري نظام يې سقوط او افغانستان يې د نړيوال تروريزم په احتمالي مرکز بدل شي.

يو شمېر افغان او امريکايي سياستوالو د نوموړي د محاکمې غوښتنه هم کړې ده، خو خلیلزاد ويلي چې دی د امريکا مامور و او د سولې تړون د ناکامۍ اصلي دلیل ولسمشر غني و.

3 COMMENTS

  1. په افغانستان کی د ټولو بدبختیو اصلی لامل خلیلزاد دی
    خلیلزاد نه جبرانیدونکی خیانت د افغانستان سره کړی افغانستان یی د افغانستان په دشمن ګاونډ باند خرځ کړه باید محاکمه شی

  2. افغانستان نه څوک خرڅولای شي او نه یې څوک اخستلای یا اشغالولی شي. هغه تش په نامه جمهوریت چې د صالح او نورو لنډغرو غلو له خوا اداره کېده، ډېر ښه شو چې د کورنیو او بهرنیو لنډغرو د اشغال او غلاوو څخه خلاص شو. دا یوه تکاملي دوره ده او که اسلامي امارت د هېواد د ملي ګټو پر ضد عمل وکړي، بیا به یې پای ډېر ژر د صالح او د غلو د حکومت په شانې وي. نور هېواد پال قوتونه شتون لري چې په مناسب وخت کې به را څرګند شي او دا وخت غواړي. مننه

  3. GENERALLY ALL AFGHAN MEDIA MUST DO NOT PUBLISH SPEECH OF KHALIL ZAD
    WE KNOWS KHALILZAD IS ONE ANIT AFGHAN/HE IS RESPONSIBLE OF KILLED AFGHANS IN LAST 20 YEARS
    IN BUN 1 CONFERENCE KHALILZAD ELECT HAMID KARZAI.BUT AFGHANS LIKED MARKHOOM MOHAMMED -ZAHIRSHA FORMER KING..,
    KHALILZAD ALWAYS FALLOW PAKISTAN AGENDA
    5000 TALIB PRISONER ALSO RELEASED BY PRESSER OF KHALILZZAD
    RIGHT NOW PAKISTAN IS INDIRECT INCHARGE OF AFGHANISTAN.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی