چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامريکا له افغانستانه د تخلیې بهير د رسمي څېړنو امر وکړ

امريکا له افغانستانه د تخلیې بهير د رسمي څېړنو امر وکړ

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږمه)د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن په رسمي ډول اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه یې د بهرنيو اتباعو په ګډون د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د تخلیې بهير د څېړنو رسمي امر کړی.

په ورته وخت کې د متحده ایالاتو یو شمېر پخوانیو سناتورانو او پوځي جنرالانو په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې او له افغانستان امریکا ته د ورپښېدونکو ګواښونو د څېړنې په اړه د یو کمېسیون پر جوړیدو ټينګار کړی.

له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو نيږدې دوه نبمې میاشتې کیږي، خو لا يې هم له دې هيواده د خپلو اتباعو او هغه افغانانو د ایستلو لړۍ نه ده بشپړې کړې چې له دې هيواد سره يې کار کړی دی.

امریکا له خطر سره د مخامخو افغانانو د ويستو په بهير کې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان وایستل.

 دغه پروسه ددې لپاره له انتقادونه سره مخ شوه چې لا هم ګڼ شمېربهرني اتباع او هغه افغانان چې فکر کیږي په افغانستان کې يې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی پاتې دي.

ويل کيږي، چې په ياد شوي بهير کې يوه لويه برخه خلک د پيسو او اړيکو په اساس ويستل شوي او ډېر له خطر سره مخامخ کسان په افغانستان کې ايسار پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی