چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+په مریخ کې د ناسا د څرخکې څوارلسم الوت

په مریخ کې د ناسا د څرخکې څوارلسم الوت

تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې، ناسا څرخکه بریالۍ شوه چې په څوارلسم ځل په مریخ کې لنډ الوت وکړي او په خپل ځای کې د مریخ د دوبي هوا وارزوي.

د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د روان اکتوبر په لومړیو کې، کله چې مریخ د لمر شا ته راغی (یعني دواړه یو بل ته برابر شول)، د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره مجبوره شوه چې په مریخ کې خپل دا روباتیک ماموریت د خوندیتوب په خاطر تم کړي.

د ناسا انجینیران اندېښمن وو چې که په دې وخت کې له ستوربیړۍ سره تماس ونیسي له یو بل سره د لمر او مریخ د برابروالي له کبله به په ستوربیړۍ کې ستونزه پیدا شي.

خو داسې ښکاري چې دې پېښې په مریخ کې د ناسا پر هیلي کوپتر یا څرخکې هیڅ منفي اغېز نه درلود.

لمر او مریخ په هرو دوو کلونو کې یو وار سره برابرېږي.

د ناسا دې څرخکې، چې انټلجنس یا نبوغ نومېږي، د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د څوارلسم وار لپاره لنډ الوت وکړ.

هغه سیمه چې دا څرخکه او د ناسا ستوربیړۍ هلته ښکته شوې، (Jezero Crater) نومېږي. په دې سیمه کې باید د هیلي کوپتر څرخونه چټک وڅرخي چې والوتلی شي. نو انجینیرانو پرېکړه وکړه چې د څرخکي کار وارزوي.

د ناسا دا څرخکه، چې لومړنۍ هیلي کوپتر ده چې انسان یې مریخ ته لېږي یو کیلو او ۸۰۰ ګرامه وزن لري. دا هیلي کوپتر او د هغې وړونکې ستوربېړۍ د سږ کال د فبرورۍ په اتلسمه نېټه مریخ ته رسېدلي وو.

دا هیلي کوپتر یوازې یو ځل د مې په ۲۲ نېټه د عملیاتو په ترڅ کې له ستونزې سره مخامخ شوه.

ټاکل شوې وه چې دا هیلي کوپتر ۱۰ متره لوړه د جنوب لوېدیځ خوا ته ۱۵۰ متره والوځي او بیا ۱۵ متره جنوب ته لاړه شي او تصویرونه ثبت کړي، هاله ۵۰ متره د شمال ختیځ لور ته حرکت وکړي او همالته پر مځکه کښېني.

په پیل کې دا عملیات ښه پرمخ لاړل، خو له الوتو ۵۴ ثانیې وروسته څرخکې ته ستونزه پېښه شوه چې له کبله یې په کمپیوټر کې د ثبت کېدونکو تصویرونو بهیر ودرېد.

دا ستونزه سبب شوه چې یو تصویر ورک شي خو تر دې هم مهمه دا چې نور تصویرونه یې سم وانخیستلی شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی