چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهفرانس پريس: بېوزله افغان کورنۍ د ډوډۍ لپاره خپلې لوڼې پلوري

فرانس پريس: بېوزله افغان کورنۍ د ډوډۍ لپاره خپلې لوڼې پلوري

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږمه)د فرانسې خبري اژانس په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د لوږې له کبله د ډېرو شویو مرګونو له کبله ځینې بېوزله کورنۍ مجبوره شوي، چې د ډوډۍ لرلو لپاره خپلې لوڼې وپلوري.

سرچینې د افغانستان په لویدیځ کې د داسې پېښو په اړه لړزونکي کیسې خپرې کړي.

 د فرانس پریس دا راپور په دې جمله پيل شوی:« فهیمې چې کله له خپل مېړه واوریدل، چې له لوږې د کورنۍ د ساتلو لپاره مجبور دی، خپلې دوه لوڼې وپلوري، زښت ډېر یې وژړل».

دا کورنۍ د افغانستان په لویدیځ کې د وچکالۍ له ډېریدو سره له خپلې کورنۍ کوچیدلې او د ژوند ډېرو لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.

 شپږ کلنه فرشته او یو نیم کلنه شکریه د کورنۍ دوه هغه نجونې دي، چې د راپور د چمتو کیدو پر وخت په خیرنو او زړو جامو کې له خپلې مور سره د کډوالو په پنډغالي کې ناستې وې.

 دا بې ګناه نجونې خبرې نه دي، چې د خپلو راتلونکو مېړونو( چې هغوی هم لا ماشومان دي) پر کورنیو پلورل شوي دي.

 دا کورنۍ به د مشرې نجلۍ په بدل کې څه باندې درې زره او د کشرې نجلۍ په بدل کې دوه نیم زره امریکایي ډالره ترلاسه کړي.

 کله چې دا پیسې دوی ته ورکړل شي( کیدای شي کلونه وخت ونیسي) پلورل شوې نجونې به له خپلو کورنیو چې د بادغیس په مرکز کې اوسیږي، مخه ښه اخلي او د مېړونو کورونو ته به ستنیږي.

 دا ویر یوازې په دې کورنۍ نه دی راغلی، خورا ډېرې افغان کورنۍله دغسې برخلیک سره مخ شوي، چې دلیل یې وچکالي او اوج ته رسیدلی بشري او اقتصادي ناورین دی.

 د فرانس پریس خبریال د کډوالو په یو شمېر پنډغالو او کلیوالو سیمو کې له شاوخوا ۱۵ افغان بېوزلو کورنیو سره خبرې کړي.

دوی ورته ویلي، چې له ډېرې لوږې یې خپلې پېغلې لوڼې له ۵۰۰ ډالرو څخه تر ۴ زرو پورې پلورلي.

فرانس پریس په دې راپور کې ویلي، چې د نجونو دا ډول خرڅلاو له ۲۰۰۱۸ راهیسې پیل شوی او د وچکالۍ او سخت فقر له کبله افغان کورنۍ دغه کار ته مجبوره شوي دي.

د فهیمې د کورنۍ یوې ګاونډۍ (۲۵کلنې صابرې) فرانس پریس ته ویلي، چې د نوموړې یوه نجلۍ هغه دوکاندار په زوره د لور ور خرڅولو ته اړ ویستې ده، چې دا کورنۍ ترې پوروړې وه.

دوکاندار ګواښ کړی و، چې که یاده کورنۍ د پور کړو اوړو او خوراکي توکیو پیسې ورنه کړي، زندان ته به یې واچوي.

پوروړې کورنۍ له دې وضعیت سره مجبوره شوې، چې خپله درې کلنه لور د دوکاندار څلور کلن زوی ذبیح الله ته په نامه او ورباندې خرڅه کړي.

د ذبیح الله پلار وایي، چې د ناوې لوییدو ته یې لږ منتظر دی، بیا به یې واده او خپل کور ته یوسي.

صابرې فرانس پریس ته ویلي، چې که دا وضعیت دوام وکړيو دا هم مجبوره ده چې خپله درې کلنه لور په ورته ډول وپلوري.

  د ګل بي بي په نوم د دوی یوه بله ګاونډۍ مجبوره شوې، چې د «آشو» په نوم خپله لور د ورته ستونزې له کبله وپلوري.

هغې خپله ۸ کلنه لور په یوه ۲۳ کلن سړي پلورلې. دغه سړي د ګل بي بي په کورنۍ پور درلود.

 د «آشو» پېرونکی سړی اوس په ایران کې دی، خو ګل بي بي یې راتګ او د وړې نجلۍ ودولو ته اندیښمنه ده.

 د طالبانو له واکمنیدو څخه مخکې په افغانستان کې د نجونو د ودولو قانوني عمر ۱۶ کاله و.

 یونیسف په ۲۰۱۸ کې وویل، چې ۴۲ سلنه افغانان په خپلو کورونو کې لږ ترلږه یوه له اتلس کلنۍ څخه کم عمره لور لري.

 طالبانو د دغه وضعیت په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د افغانستان له مختلفو سیمو څخه د شدید فقر او لوږې له کبله د یو شمېر کسانو د مړینې راپورونه ورکول کیږي.

تېره اونۍ د کابل په لویدیځ کې د یوې وږې کورنۍ د ۸ ماشومانو او د بدخشان په مرکز کې د ښوونځي د یوه ملازم د ورته مړینې خبر ورکړل شوی و.

2 COMMENTS

  1. طالبانو به تل ویل چی د جمهوری نظام چارواکي د خلکو په غم کی ندي ، موږ به هیوادکې عدالت راولو او خلکو ته بسیا ژوند برابر کړو آیا بسیا ژوند همداسی وي چې خلک له فقر او بیوزلئ نه خپلی لوڼی خرڅوي ، خپل د کور سامان پلوري ، مخکې اونۍ کی همدی کابل ښار کی له ولږېنه اته ماشومان مړه شول ، دوه ورځی مخکې د الجهاد په نوم د فیض اباد د یوی مدرسی چوکیدار د ولږی نه خپل ژوند له لاسه ورکړ دا یواځی هغه بیلګې دي چې ملی او بین المللی رسنئ په هغه باندی خبر شوی دي .
    دا چی هره ورځ به زموږ د هیواد په کلیو او بانډو کی نور څومره خلک د لوږی نه مړ شوي وي یوازی خدای به خبر وي.
    عجیبه دا ده چی زموږ د هیواد دا زړه بوګنونکی حالت ټوله نړی وارخطا کړی همدا پرون د ملګرو ملتو عمومی منشی ښاغلی ګوترش خپل مجازي وینا کې تهران غونډی ته وویل چې افغانستان له یوه لوی انسانی فاجعی سره مخامخ ده چی عاجل اقداماتو ته اړتیا لري ، سربیره پر دی بین المللی سازمانونه هره ورځ افغانستان کی دانساني فاجعی خبر ورکوي خو طالب چارواکي چې د هیواد چاری د دوی په غاړی دي او د هری پیښی ضمه وار دي په بی تفاوتۍ د دې پیښو ننداره کوي او حتی یادونه یی هم نکوي.
    دوي حتی حاضر ندي د جهل له خره نه ښکته شي او د هیواد نجونو ته د زده کړی اجازه ورکړي میرمنو ته د کار مانع نشي ځکه دا نه یواځی زموږ د ولس غوښتنه ده بلکه بین المللی ټولنه هم د طالبانو نه همدا غوښتنی لري او زیاد امکان لري چی بین المللی ټولنه د طالبانو په موقف کی د نرموالی په صورت کې خپلی مرستی ګړندی او زموږ هیواد کی له یوی لوی انساني فاجعی نه مخنوی وکړي.
    وائي ځمکه هلته سوزي چې اور ورباندی بل وي طالب مشران چی د دوحی لوکسو هوټلونو او کابل ارګ کې د مړی ګیډی ژوند لري هغوي به د هغه مور او پلار له زړه نه څه خبر وي چې له بیوسي نه مجبوریږي خپل معصوم ماشومان وپلوري، دا ده د اسلامي امارت عمری عدالت.

  2. د افغانستان په ړنګولو او د افغانانو په ډلیزو وژنو کی د الهی د نصرت دعویداران پاکستانی ملایکی اوس د ځان مرګیو په تشویقولو او یو بل ته د مبارکیو له ورکولو نه وزګاریږی چی د بی وزلو افغانانو چی د لوږی او فقر د لاسه خپل اولادونه پلوری خبر واخلی.

    موتږ پړهیږو چی دا د کرکی نفرت کرغیړنی څیری چی ځان د جنت او دوزخ ټیکه داران بولی او دنیاوی خدایان يی له ځانه جوړ کړی هیڅکله عمری عدالت خو پریږده چی د عدالت او انصاف په نوم هیڅ داسی شی نه پیژنی

    تالبان د واکمنۍ نه روسته لا هم وايی چی په زرګونو څانمرګی قطی لا نوری هم رړزی او تیاره وی يی چی د افغانستان په هر ځای کی وغواړی خلک او ځایونه په نښه کولی شی. خو د بی وزلو افغانانو کورونو ته چی د لوږی او فقر له لاسه خپل ماشومان پلوری خواړه نه شی رسولی.

    زمونږ د ټولو شتمنو افغانانو نه په ډیره درناوی هیله ده چی په تالب حساب ونکړی او د خپل توان پوری د بی وزلو افغانانو سره خپلی مرستی دریغ نه کړی. پدی کار به ددنیا او اخرت اجر تر لاسه کړۍ.دا ازمیخت په بی وزله افغانانو نه بلکه په هغه چا باندی دی چی توان او شتمنی لری چی څه ډول له خپلو شتمنیو څخه پدی وخت کی د الله تعالی د مخلوق سره چی له بدی ورځی سره مخامخ کار اخلی.

    زما په مخکینۍ لیکنه کی لږه اشتباه شوی ده معذرت غواړم. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب