چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد سوریې ولسمشر په افغانستان او عراق کې د سختو جګړو خبرداری...

د سوریې ولسمشر په افغانستان او عراق کې د سختو جګړو خبرداری ورکړ

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږمه) د سوریې ولسمشر بشارالاسد په یوه تازه وینا کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو له ماتې وروسته به په افغانستان او عراق کې سختې جګړې پيل شي.

 نوموړي دا څرګندونې په سوریه کې د تازه فارغ شویو پوځي افسرانو د فراغت مراسمو ته د وینا پر مهال کړي دي.

ده ویلي: موږ باید چمتو اوسوو، چې په افغانستان او عراق کې د امریکا له ماتې وروسته، نوې جګړې او ماتې رامنځته کیږي.

د سوري ولسمشر په خبره له ۲۰۰۱ څخه په افغانستان او عراق کې لسګونه زره کسان مړه او ټپیان شول، خو امریکا دا جګړې وبایللې.

هغه له نورو جزییاتو پرته خپلو تازه افسرانو ته وویل، چې زر به یې د جګړو په جبهو کې وویني.

بشارالاسد د خپلو دغو څرګندونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

سوریه دا څو کاله د داعش ډلې د فعالیتونو له پراخیدو او کورنۍ جګړې سره د لویو جنګي فاجعو او د پردې شاته د امریکا او روسیې د سخت نیابتي جنګ مرکز و.

پوځي شنونکو هم لا د بشارالاسد د څرګندونو کوم روښانه تحلیل نه دی وړاندې کړی.

په افغانستان کې له څه مودې راهیسې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتیدو او په دې اړه په نړیواله کچه د سختو خبرداریو خبرونه ورکول کیږي.

خو طالبان بیا وایي، چې افغانستان یې ټول تر واک لاندې دی او د داعش په ګډون هیڅ کومه ډله پکې د دوی واکمنۍ او نړۍ ته خطر نه شي پېښولای.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې شنونکي د اوج ته رسیدلي بشري او اقتصادي ناورین له کبله د داعش او نورو ترهګرو ډلو د جلب و جذب او پراختیا د شدت اندیښنې لري.

1 COMMENT

  1. دا ده امریکااو ده دی ده لاسپوڅی، مفصد، لنډغر ی حکومت شل کلنی لاسته راړنی دی چی نن افغانستان هیڅ نلری او په هیڅ اړخ پر ځآن بسیاندی. مخکی یی افغانان په بمنووژل اوس یی په لوږه وژنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی