دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد پوهنتون د استادانو دوه ځایه رسمي دندې منع شوې

د پوهنتون د استادانو دوه ځایه رسمي دندې منع شوې

تاند:( جمعه، د عقرب اوومه)‏ د طالبانو دلوړو زده کړو مسوولین وايي چې د دولتي پوهنتونواستادان نه شي کولای چې په رسمي وخت کې دوه ځایه دندې ترسره کړي. د دغه وزارت په تازه اعلان کړ کې راغلي، چې د شخصي پوهنتونونو مسوولین هم نه شي کولای دلوړو زده کړووزارت دځانګړي هیئت له تاييد پرته ښوونکي جذب کړي.

د وزارت د چارواکو په وينا، دغه ګام په هم مهاله توګه، په څو پوهنتونونو کې د ښوونکو دجذب د مخنیوي لپاره اخیستل شوی دی.

د پوهنتونونو استادانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

يو شمېر محصلينو بيا د دې پریکړې په اړه مثبت نظر ورکړی او ویلي، چې په هم مهاله توګه، په څو پوهنتونونو کې د استادانو مصروفیت يې پر درسونو منفي اغېز کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب