دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهمتقي د اروپايي ټولنې ۱۴ سفیرانو ته؛ د رسميت پېژندلو شرطونه مو...

متقي د اروپايي ټولنې ۱۴ سفیرانو ته؛ د رسميت پېژندلو شرطونه مو پوره کړي

تاند:( پنج شنبه، د ليندۍ شپږمه) د طالبانو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو. سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي او مل پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ۱۴ هېوادونو له سفيرانو او ځانګړو استازيو سره چې د اروپايي هېوادونو اړوند وو، په ګډه ناسته کې وکتل.
په دې کتنه کې متقي د طالبانو د رژيم، امنيت ټينګښت، ‏نړيوالې ټولنې سره اړيکې، اقتصادي وضعيت، پر افغانستان لګېدليو بنديزونو، د فساد له منځه وړلو، په باب وينا وکړه.
متقي ادعا وکړه، چې افغانستان له ۴۰ کلونو وروسته يو حاکم نظام لري، نو پکار ده چې نړيواله ټولنه په ګډه د امريکا له متحدوايالتونو څخه وغواړي چې ‏د افغانستان د خلکو پر ملي شتمنۍ بنديزونه لرې کړي.
طالب وزير وويل: د افغانستان نوي حکومت د يوه مسوول حکومت په توګه ټول هغه شرطونه پوره کړي چې بايد په رسميت وپېژندل شي.‏
د هېوادونو استازيو په نوبت سره خپل نظرونه وویل او د افغان پلاوي پر څرګندونو او وضاحتونو یې اطمينان او خوښي څرګنده کړه.
د طالبانو د اعلامیې له مخې،  دواړو لوریو د دغه ډول غونډو پر دوام ټینګار وکړ.
متقي نه دي ويلي، چې د په رسميت پېژندلو لپاره د طالبانو رژيم کوم شرايط پوره کړي؟
د طالبانو منتقدین وايي، چې دوی به زوره واک ته رسېدلي، قانوني او ولسي مشروعيت نه لري او د واک د انحصار او استبداد تر څنګ يې دا نه ده روښانه کړې، چې کله به ټاکنې کوي او د کوم قانون په اساس به د خلکو، په خاص ډول د ښځو اساسي حقونه سلب او سخت دريځه حکومتولي مخته وړي؟
د بشري ناورين اوج ته رسول، د ۲۳ ميليونه افغانانو شديد فقر، د لوږې له کبله د ۳ میلیونه افغان ماشومانو د بالقوه مړګ احتمال، د مدرسو فارغینو ته د افغانستان د ټولو چارو سپارل، د ملي بنسټونو پاشلتيا او نورې ستونزې د طالب واکمنۍ عمده پايلې ګڼي.

2 COMMENTS

  1. تر ټولو لمړی او مهم شرط دا دی چی د افغان ولس رایو ته مو سپکاوی کړی او په ډیره بی باکۍ او تکبر مو ورله ټول بنیادی حقونه دپښو لاندی کړی کوم چی د یوی مدنی ټولنی اساسی بنیادونه ګڼل کیږی. ایا نړیوال ړانده دی جی ستاسو د زورواکۍ او د جهالت تور نظام چی د افغانستان په بی وسه او بی وزلی ولس مو ډ ټوپک د شپیلۍ په زور مسلط کړی نه وینی. هیڅ یو افغان ته چی رښتینی افغان وی او د خپل هیواد سره مینه لری ستاسو زورواکی ورته د منلو وړ نه ده.

    همدغه راز افغانان حق لری چی د هیواد او ولس په سر هره پریکړه باید له دوۍ نه پټه نه وی. ولی ستاسو ټولی پریکړی د افغانانو نه پټی او لکه د غلو په شان په بندو کوټو کی تر سره کیږی.

    ترڅو چی افغان ولس خپل مشرړع حق ترلاسه نه کړی تر هغه پوری تاسو د افغانانو نمایندګی نه شۍ کولی او نړیوال هم باید تاسو د افغانانو او افغانستان رښتینی نماینده ګان ونه منی

  2. اصلی شرط دا دئ چی:
    طالب مشران باید خپلی خېټی لږ کوچنۍ کړی ، لویه خېټه د میرمنی د ځینو حقوقو د نقض مانا لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب