دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد له امریکا وغوښتل چې له طالبانو سره تماس ونیسي

خلیلزاد له امریکا وغوښتل چې له طالبانو سره تماس ونیسي

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۶مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د بایډن حکومت باید له طالبانو سره خبرې وکړي چې په دغه هیواد کې د بشري بحران له کمولو سره مرسته وکړي.

خلیلزاد، چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه یې له طالبانو سره له ۱۸ میاشتې خبرو وروسته موافقه لاسلیک کړه او په دې توګه یې د ډېرو په باور د طالبانو واک ته رسېدو ته لار هواره کړه، د چهارشنبې په ورځ د دې موافقې ننګه وکړه او یو وار بیا یې د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني تورن کړ چې د سولې په خبرو کې د پاتې راتلو له کبله کابل د سقوط وکړ.

ده تر دې مخکې له کابل څخه د اشرف غني بې وخته وتل د طالبانو د واک ته رسېدو او ورسره تړلیو ګډوډیو سبب بللی و.

خلیلزاد د طالبانو د واک ته رسېدا له کبله په افغانستان کې د ستر بشري بحران او د ملیونونو افغانانو د مهاجرت اټکل وکړ.

خلیلزاد په عین حال کې ویل چې طالبان د امریکا له متحدو ایالتونو سره د عادي اړیکو غوښتونکي دي او غواړي چې امریکا په کابل کې خپل سفارت پرانیزي او بندیزونه پای ته ورسوي.

ده زیاته کړه «موږ ته پکار ده چې له دوی سره کښېنو او د لارې پر یوې داسې نقشې موافقه وکړو چې د بې اعتمادۍ مسله پکې مطرح کېږي یا بې اعتمادي له منځه ځي او د دوی د چلند په اړه داسې خبرې کېږي چې موږ یې غواړو.»

خلیلزاد دا څرګندونې د واشنګټن د نړیوالې سولې لپاره د کارینګي انډومینټ څېړنیز انستیتیوت ته وکړې.

خلیلزاد وویل «طالبان په یو نه یو ډول بدل شوي دي. دوی د امریکا پر ضد تروریستي ډلو ته د پلان جوړولو د اجازې نه ورکولو په موافقه ولاړ دي.»

خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې بیا بیا طالبان په دې وستایل چې پر خپلو ژمنو ودرېدل خو پر پخواني ولسمشر اشرف غني یې نیوکې وکړې چې د توقع خلاف یې د طالبانو په وړاندې مقاومت ونه کړ او پر واک یې ټینګار کاوه.

خلیلزاد په وروستیو کې له خپلې دندې ګوښه شو او د ډېرو په باور، هغه موافقه چې د ده تر مشرۍ لاندې له طالبانو سره امریکا وکړه، د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت د سقوط او د طالبانو د بري سبب شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب