Homeسپورتنامیبیا او انګلنډ خپل سیالان مات کړل

نامیبیا او انګلنډ خپل سیالان مات کړل

چهارشنبه، د عقرب ۵مه) د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام کې د چهارشنبې په ورځ نامیبیا، سکاټلنډ ته او انګلنډ، بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

په لومړۍ مسابقه کې انګلیستان له بنګله دېش سره مخامخ شو. بنګله دېش په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۲۴ منډې وکړای شوې چې د انګلیستان په شان د پیاړې لوبډلې لپاره لږ منډې وې.

انګلیسي لوبغاړو دا هدف د ۲ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې په څوارلسم اوور کې پوره کړ او لوبه یې په ۸ ویکټونو او ۳۵ توپونو وګټله.

په دوهمه سیالي کې سکاټلنډ د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۱۰۹ منډې وکړای شوې خو نامیبیا په نولسم اوور او لومړي توپ په داسې حال کې چې ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، بری ترلاسه کړ.

د پنجشنبې په ورځ به استرالیا له سریلانکا سره مخامخ شي او بنګله دېش به د جمعې په ورځ له ویسټ انډیز سره سیالۍ ته ووځي.

تراوسه پورې بنګله دېش او ویسټ انډیز تر ټولو کمزورې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان د لوبډلې مسابقه به هم د جمعې په ورځ له پاکستان سره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...