دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبان: ټاپي پروژه دې پیل شي، امنیت یې ساتو

طالبان: ټاپي پروژه دې پیل شي، امنیت یې ساتو

تاند:( چار شنبه، د ليندۍ پینځمه) د طالبانو اسلامي امارت ترکمنستان هڅولی، چې د افغانستان له لارې د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د ګازو د نل لیکې د غځولو پروژه ( ټاپي) پيل کړي.

دوی دغه هېواد ته ډاډ ورکړی، چې د یادې پروژې امنیت به ساتي.

د طالبانو خبري سرچینې وايي، چې ټاکل شوې ترکمن چارواکي پر ټاپي پروژې د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

دا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږد پایپ لاین به د جوړېدو په صورت کې له ترکمنستان څخه د کال ۳۳ ملیارد مکعب ګاز پاکستان او هندوستان ته ولېږدوي.

طالبانو د خپل حکومت د کانونو او پیترولیم د سرپرست وزیر محمد عیسي اخوند په قول په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له څه مودې راهیسې په دې سخت کار کوي چې پر ټاپي پروژې کار پیل شی.

محمدعیسي اخوند کابل ته د ترکمنستان د پلاوي تر سفر مخکې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره ولیدل.

د طالبانو په وینا د ترکمنستان پلاوی به د شنبې په ورځ کابل ته په دوه ورځني سفر ورشي.

د افغانستان د مخکیني حکومت په مهال د دې پروژې سروې او د ډیزاین کارونه بشپړ شول خو د طالبانو له لوري ناامني سبب شوه چې کار یې بشپړ نه شي.

څرګنده نه ده چې کومه مالي موسسه به د دې پروژې ملیاردونه ډالرو پانګونې ته اړتیا لري، مالي ملاتړ په غاړه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب