دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمجاهد: له امريکايي پلاوي سره مو نن ژورې خبرې وکړې

مجاهد: له امريکايي پلاوي سره مو نن ژورې خبرې وکړې

تاند:(چار شنبه، د ليندۍ پینځمه) ‏د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د امريکا د ماموریت مسئول ایین مکيري او ورسره ۷ کسیز پلاوي سره وکتل.

د مجاهد په وینا، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د تیرو مجلسونو په تعقیب د افغانستان او امريکا ترمنځ پر اړيکو او اړونده موضوعاتو ژورې خبرې وکړې او د يو بل نظریات یې واوریدل.

طالب وياند په دې لیدنه کې د کومې مشخې هوکړې او پايلې يادونه نه ده کړې.

د متحدو ايالتوو د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې هم څو اونۍ مخکې، په دوحه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره په ځینو موضوعاتو دوه ورځیني مذاکرات کړي وو.

د امريکا د دفاع وزارت سياسي مرستيال پرون د هغه هېواد د سنا جرګې ته وويل، چې داعش ډله تر راتلونکو شپږو مياشتو او القاعده تر راتلونکو دوو کلونو پورې له افغانستان څخه پر متحده ايالاتو بریدونو ته ادامه کیږي.

طالبانو بيا هم د دوحې د سولې تړون کې او هم تر هغې وروسته امريکا ته لیکلی تعهد ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد په ضد د ترهګرو ډلو لخوا نه استعماليږي.

د طالبانو رژيم په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلې د بيا فعاليدو اندیښنې رد کړي، خو ليدل کيږي چې نيږدې هره ورځ داعش ډله د طالبانو وسله وال په نښه کوي او وژني.

4 COMMENTS

  1. طالبانو د خدای روی وګوری، حالات درک کړی او په امریکه کي هم د دوو ګوندو جمهوری غوښتونکو او ډیمو کراټانو سیالیو ته غوږ شی.
    لطفاً زموږ ملي غوښتني هم درک کړی . مه دکرزی خیال ساتئ مه د ډبل اودولا! اوږد مهاله ګټي مد نظر و نیسئ!

  2. تالبانو تاسو خو دټوپک په لاس د افغانستان د بنیادونو په ړنګولو کی هیڅ سستی نه ده کړی او د افغانانو په وژلو او د افغانستان د ورانولو د هڅو په بهیر کی تر ارګ هم راورسیدۍ. پدی به څه نه وایو چی د پټو هوکړو او د افغانستان د دښمنانو په بشپړ ملاتړ وتوانیدلۍ چی دا پروژه چی افغانان پکی خوار او افغانستان پکی محتاجه شی مو کامیابه کړه

    اوس چی تاسو د ټوپک په زور او د افغانستان ددښمنانو په مټو دارګ حاکمان شوی یاست نو باید خپل پخوانی تاکتیکونه چی بی وزله افغان په ډانګ ووهیۍ او بیعت ورڅنی واخلی پریږدۍ او د نړیوالو سره پاکه او سپیڅلی تګ لاره غوره کړی چی دافغانانو مشکلات حل کړی او دافغانستان حیثیت او ابرو په ځای وساتی.

    د پاکستان په دروازو کی د افغانانو بدرنګی او د افغان سوداګرو بی عزتی د افغانستان په ابرو لوبی کول دی او تالبان ددې کار ټول مسولیت په غاړه لری.

    تالبان د پیسو راټولولو لپاره د هرچا په دروازه کی ولاړ دی او د نصرتونو هغه دعوی چی د افغانستان په ړنګولو او د افغانانو په وژلو کی يی ساری نه درلود نن د امریکا او غرب نه په سوالونو بدل شوی دی.

    دا نه شی کیدلی چی د خوار افغان ټول حقوق په هیواد کی د خپو لاندی کړیۍ خو بیا نوری نړۍ ته ځان په بله ځیره ښکاره کوی او فکر کوۍ چی نوره نړۍ به هم ستاسو دوه مخۍ ته سلامی وکړی

    اول په افغانستان کی د ولس سره انسانی کړنه وکړۍ نو بیا کولی شی نوری نړۍ ته په عمل کی وښايی او قناعت ورکړۍ.

    ستاسو د اوسنۍ کړنلاری په هکله سعدی صیب ډیر ښه وايی چی

    ترسم نرسی به کعبه ای اعرابی

    کین راه که تو میروی به ترکستان است

  3. ” ژوری خبری ” .
    ” د ډیرو ګرانو لوستونکو به یاد وی چی د هندی بایسکل د قفل یا قلف ګیلی توره او اوږده کیلی وه.
    ډیر کلونه مخکی زموږ د مکتب یو معلم هندی بایسکل درلود او د بایسکل کیلی د مکتب په غولی کی ترې ورکه سوې وه، د مکتب چپراسی ته ئې ماموریت ورکړ چی هر صنف ته ورسی او د شاګردانو څخه د ورَکی کیلۍ په هکله پوښتنه وکړی. کله چی چپراسی د کوټې دروازه وټکوله ولاړ معلم د ننوتو اجازه ورکړه.
    تر سلامی وروسته ئې په ټولګۍ کی ناستو شاګردانو ته په لوړ آواز وویل:
    د فلانی معلم صاحب د پایسکل کیلی ورکه سوېده، توره اوږده کیلی ده، که هر چا وموندله نو ادارې ته دې تسلیم کړی.
    د چپراسی د خبری د خلاصېدو سره سم یوه شاګرد ږغ پر وکړ چی:
    څونه به اوږده وه؟”
    نو
    د مجاهد ساب او د مجاهد د بادارانو تر منځ خبری به څومره ژوری وی؟
    هیله ده ژوروالئ ئې زما او د احمد او د محمود او د وطن د هر وګړی تر قد ډیر نه وی چی نور به هم غرق سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب