دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپر ملا حسن اخوند نيوکه، اسحاق ګیلاني وايي صدراعظم بايد عقل او...

پر ملا حسن اخوند نيوکه، اسحاق ګیلاني وايي صدراعظم بايد عقل او خوله ولري

تاند:( چار شنبه، د ليندۍ پینځمه) د افغانستان د ملي نهضت مشر سيد اسحاق ګيلاني په يوه ټلويزيوني مرکه کې د طالبانو د اسلامي امارت پر صدراعظم ( رئیس الوزرا) د هغه د خاموشۍ او نه رسنيز کيدو له کبله توندې نیوکې وکړې.

نوموړي وويل: صدراعظم بايد عقل، خبرې او ژبه ولري، چې خلکو ته خپل داخلي او خارجي سياست تشريح کړي.

نوموړي له طالب مشرانو ګيله وکړه، چې د موقف د تمې نه لرلو باوجود د هېواد د وضیعت په اړه مشوره نه ورسره کوي او له خپلمنځیو ناستو نه وزګاريږي.

اسحاق ګیلاني دا هم وويل، چې طالبان د خپلې مخکينۍ واکمنۍ برعکس واحد دريځ، عمل او همغږي نه لري.

دغه افغان سياستوال د کابل له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې پر پاکستان هم غږ وکړ، چې د افغانستان د ملکۍ اکټونه ونه کړي او طالبان هم بايد خپله ډيپلوماسي فعاله او پاکستان ته نور د افغانستان د استازيتوب اجازه ورنه کړي.

د طالبانو د رئيس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند په اړه تر دې مخکې نورو خلکو هم نيوکې کړي او غوښتنه يې کړې، چې هغه بايد ملت ته را څرګند او د حکومتولۍ پروګرامونه يې روښانه کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څه موده مخکې په یوه مرکه کې له پاکستان څخه وغوښتل، چې د افغانستان په استازيتوب له څرګندونو او پریکړو ډډه وکړي.

طالبانو د یادو موضوعاتو په اړه نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د سرپرست حکومت رئیس الوزرا څه باندې دوه نیمې میاشتې کیږي، چې په ارګ کې خپله دنده پيل کړې، خو تر اوسه يې نه کوم لیکنی، نه غږيږ او نه ويډيويي پيغام یا وينا رسنیزه شوې ده.

هغه ملت ته تر اوسه هیڅ نه دي ويلي، چې له دې کبله نیوکو سره مخ دی.

2 COMMENTS

  1. دا یوه قصدی ګمارنه ده. پاکستان هیڅکله نغواړی چی دلته یو قوی حکومت وی یا داسی کسان وی چی په حکومتداری پوه شی لکه د لوړو تحصیلاتو وزیر او په مجموع کی ټول. له کابینی څخه دباندی یو کسه دی چی خبری کوی. نن مو د وزیر دفاع خبری هم واوریدی چی ډیر احتیاط یی کاوو چی له خولی څخه یی د غیڼ کلمه راونوځی.

  2. اسحاق ګیلاني پخپله د آی ایس آی جاسوس دی. تر پرونه به یې د پاکستان د دریځونو ملاتړ کاوه. دغه کورنۍ سر تر پایه د افغانستان د خیر او ښیګڼې مخالفه کورنۍ ده او تل یې د انګریزانو او بیا پاکستانیانو په ترازو کې ور اچولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب