جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد تهران د غونډې برخوالو د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښکاره کړه

د تهران د غونډې برخوالو د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښکاره کړه

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۵مه) په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو جمع روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او بشري وضعیت اندېښنه ښکاره کړه.

د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو نن په تهران کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې او په پای کې یې ګډه اعلامیه خپره کړه.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغانستان د ستونزو یوازینۍ حللار د ټولو قومي ډلو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت جوړېدا ده.

ټاکل شوې وه چې د ایران ولسمشر ابراهیم ريیسي دا کنفرانس پرانیزي خو د هغه پر ځای مرستیال ولسمشر محمد مُخبر وینا وکړه.

د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس ته غیر حضوري یا انلاین ویناوې وکړې.

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان حالات په اساسي ډول بدل شوي او دوی د دغه هیواد د ملي یووالي، سیاسي خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او د دغه هیواد په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې ټینګار کوي.

دوی د نړیوال منل شوي قانون په ځانګړي ډول د افغانانو د دې حق یادونه وکړه چې دوی په خپله په خپلواک ډول د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

د تهران د غونډې برخوالو په عین حال کې په افغانستان کې د حکومتدارۍ، اجتماعي اقتصادي، او بشري وضعیت او پېچلي امنیتي حالت په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب