یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکرزی: ښځينه کارکوونکې دې بیرته دولتي دندو ته ستنې کړل شي

کرزی: ښځينه کارکوونکې دې بیرته دولتي دندو ته ستنې کړل شي

تاند:( چار شنبه، د ليندۍ پینځمه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن يو ځل بيا خپلو دندو ته د منع شویو ښځينه دولتي کارکوونکو د ستنولو غوښتنه کړې ده.

هغه دا غوښتنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د ليدنې پر وخت کړې ده.

کرزي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په دې ليدنه کې د عاجلو بشري مرستو، د روغتيايي او تعليمي کارکوونکو د معاشونو، زده کړو ته د نارينه او ښځينه وو د بيا ورتلو په اړه هم خبرې شوي دي.

حامد کرزي په خاص ډول د مرستو د عاجلې همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر ( يوناما) رول مهم ګڼلی او په دې برخه کې يې د ډېرو هڅو او همکارۍ ټينګار کړی دی.

پرون د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ، چې افغانستان د نړۍ په تر ټولو لوی ناورين بدلیدونکی دی.

هغه له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې افغانستان ته عاجلې بشري مرستې ورسوي.

د نړيوالو ا

بشري ادارو د ارزونو له مخې د افغانستان تر نیمايي زیات خلک ( ۲۳ ميليونه) له لوږې سره مخامخ دي او د ۳ ميليونه ماشومانو ژوند عملآ له ډېرې لوږې د مرګ ګواښ سره مخامخ دی.

طالبانو د دغه وضعيت د حل لپاره خپل کوم پروګرام نه دی اعلان کړی.

د دوی له واکمنیدو سره، په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين اوج ته رسېدلی.

تېره شپه د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې د الجهاد په نوم د یوه ښوونځي ملازم د لوږې له کبله ومړ.

د کابل په لويديځ کې د لوږې له کبله د يوې کورنۍ د اتو ماشومانو د مړينې خبر هم ورکړل شوی او ويل کېږي چې دا ډول په لسګونه نا خپاره شوي نورې پېښې هم شته.

2 COMMENTS

  1. سلام
    داجاسوس اوس د بشری مرستو نارې سورې وهی .دې دروغجن شپون خوددغه وخت حالت باید له ۲۰۰۱ څخه اټکل کړی وای. څانګې خور دا څښتن مړی دتاریخ جبر محکوم کړی که دزغړو جامی هم واغوندی دافغانستان یتیم ولس ازار یې وهی انشاء الله ، داداستعمار او استعباد اخره کړی ده مزدور لاهم بهرنی ادرس څخه د [ یو ناما ]دعالم اسباب په لغت مین ټول شموله طرحه کې لګیا دی.
    اشرف غنی مټکور همدې مکار تېرویست چې تریلیون دالرو کې یی ټول جنجالونه ولس ته پرېښودل. دا دهلمند یانو وژونکی او دشورای نظار ترمیم کونکی .دلوی کندهار پرېکونکی او پنجشیر په ولایت بدلونکی سره جدی محاسبه په کارده.
    دادپرون جنایت کار او دنن کمزوری دوه مخی سيا ستوال په کوم امتیاز دلته او هلته فلکک وهی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب