دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد تهران غونډې ته؛ چین: ط خبرو ته لېوال دي، روسیه: ناټو...

د تهران غونډې ته؛ چین: ط خبرو ته لېوال دي، روسیه: ناټو په سیمه کې مه پرېږدئ

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۵مه) د چین د باندنیو چارو وزیر وايي، طالبان لېواله دي چې له نړیوالو سره دیالوګ وکړي.

وانګ يي د تهران د غونډې برخوالو ته په وینا کې وویل، پیکینګ چمتو دی چې د افغانستان او د دغه هیواد د ګاونډیو ترمنځ د افغانستان د راتلونکې په اړه د نورو غونډو کوربه توب وکړي.

وانګ، چې وینا یې د ایران دولتي تلویزیون خپروله وویل: «طالبان له نړۍ سره خبرو ته لېوال دي، چین به په مناسب وخت کې د افغانستان په اړه درېیمه غونډه جوړه کړي.»

چین، د افغانستان یو له هغو ګاونډیو څخه دی چې په دې هیواد کې یې کومه جګړه نه ده کړې او د خلق د دیموکراتیک جمهوریت له حکومتونو پرته یې د افغانستان له ټولو حکومتونو سره ښې اړیکې لرلي دي.

دې هیواد د اګست په ۱۵ د افغانستان د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته له طالبانو سره د ښو اړیکو ساتلو ته لېوالتیا ښوولې خو لا یې هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی ځکه چې طالبان د متمدنې نړۍ د اصولو خلاف اقدامات کوي.

د تهران غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، هیواد یې نه غواړي چې خپله کومه سپارښتنه پر افغانستان وتپي خو تل یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ننګه کړې ده.

ده وویل، روسیه غواړي دا تضمین شي چې ټول قومونه په حکومت کې ګډون لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په عین حال کې د افغانستان له ګاونډیو وغوښتل چې په سیمه کې د امریکا او ناټو د حضور مخه ونیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان په اړه د تهران په کنفرانس کې وویل، د افغانانو او د ګاونډیو هیوادونو د پولو د ساتنه د کابل د سرپرستو واکمنانو لومړی درجه مسوولیت دی.

ده زیاته کړه، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو په تېره بیا داعش فعالیت زیات شوی دی.

ده همداراز وویل، پکار ده چې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي.

په دې غونډه کې د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري ډول او د روسیې او چین د باندنیو چارو وزیران په انلاین بڼه ګډون لري.

ټاکل شوې وه چې د ایران ولسمشر دا غونډه پرانیزي خو د ایراند بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا بل لومړیتوب سبب شو چې رييس غونډې ته را نه شي او پر ځای یې د ده مرستیال ښاغلی مخبر غونډه پرانیزي.

د تهران په کنفرانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر نړیوالې ټولنې ږغ وکړ چې په افغانستان کې د بشر ي ناورین د پېښدو مخه ونیسي.

قریشي یو وار بیا د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

قریشي د اګست په ۱۵ د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د زیات شمېر افغانانو د کډوالېدو یادونه هم وکړه.

1 COMMENT

  1. «باندې» د «لاندې» متضاد دئ، «دباندې» د «دننه».
    نو داسي ويل به سم نه وي چي: (د چین د باندنیو چارو وزیر وايي…)، بلکي ښه به دا وي چي داسي ووايو: د چين د دباندنيو چارو وزير وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب