Homeخبرونهپنټاګون: داعش تر ۶ مياشتو له افغانستانه پر امريکا د برید کوي

پنټاګون: داعش تر ۶ مياشتو له افغانستانه پر امريکا د برید کوي

تاند:( چار شنبه، د ليندۍ پینځمه) په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پياوړتيا په اړه د انديښنو په دوام، دا ځل د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت تر ټولو سختې اندیښنې په ډاګه کړي دي.

  د دفاع وزارت( پنټاګون) سیاسي مرستيال کولین کال پرون د سنا جرګې دفاعي کمېټې ته ويلي، چې داعش یا اسلامي دولت ډله به په شپږ میاشتو کې د دې جوګه شي چې له افغانستان څخه پر متحدو ایالتونو حمله وکړي او دا ډله د دې کار اراده هم لري.

د امریکا د دفاع وزیر سیاسي مرستیال کولین کال همداراز وویل، لا څرګنده نه ده چې ایا طالبان له داعش سره د مبارزې توان لري او که نه.

 دغه لوړپوړي امريکايي چارواکي وویل تراوسه لا روښانه نه ده چې آیا طالبان به د داعش ډلې پرضد د اغېزمنې مبارزې توان ولري که نه خو هغه یادونه وکړه چې دا دوه ډلې له یوبل سره مرګونې دښمني پالي.

د پنټاګون دې چارواکي همداراز وویل چې القاعده شبکه ښايي د یوه یا دوو کلونو په ترڅ کې له افغانستانه بهر پر امریکا د حملو وړتیا ترلاسه کړي.

 د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد بيا د افغانستان له خاورې څخه امريکا ته د القاعدې او داعش ډلو د خطر پېښولو انديښنه يوه ناسمه ارزونه ګڼلې ده.

له امریکا متحده ایالاتو څخه مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، چې د داعش ډلې تر دوه زرو پورې جنګيالي په افغانستان کې د منځنۍ اسيا پولو ته نيږدې ځای پر ځای شوي او فعال دي.

هغه د هم ګټو هېوادونو په کلنۍ ناسته کې وويل، چې که اړتيا شي، د سیمې د هېوادونو په ملتيا به د داعش خلاف د افغانستان په خاوره کې عمليات وکړي.

امريکا او ناټو سازمان هم ويلي، چې په افغانستان کې ورته د رامنځته کيدونکو خطرونو د مهارولو وړتيا او امکانات لري.

داعش ډلې، له څه مودې راهيسې د افغانستان په مختلفو سيمو کې د طالبانو او افغان شيعه ګانو پر ضد خپلو بريدونو ته زور ورکړی.

څو ورځې مخکې په سویلي ولایت ارزګان کې د یادې ډلې د بيرغ پورته کیدو او د مياشتې په دېرش زره افغانۍ معاش د جنګیالیو د جذب په اړه د نوموړې ډلې د اعلان خبر ورکړل شو.

1 COMMENT

  1. په والله قسم چی معاد واجب الوقوع دئ، حد اقل د شلمی او یوویشتمی پېړۍ د یاغی او توطئه ګر متمدن! انسان د محاکمې او مجازات په موخه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...