تاند:( سی شنبه، د ميزان اووه ويشتمه) د بشري حقونو د څار سازمان پر یو شمېر هېوادونو او نړیوالو مرستندویه ادارو له دې کبله نیوکه کړې، چې ولې یې طالبانو سره د بشري مرستو په اړه مذاکراتي ناستو ته يوازې نارينه همکاران استولي.
د يادې ادارې په يوه اعلاميه کې راغلي، چې لږ تر لږه ۹ هېوادونو او ۴ مرسته رسونکي بشري سازمانونو له طالبانو سره ناستو ته يوازې نارينه استازي استولي.
د بشري حقونو د څار سازمان يوې مسوولې هیدربار ويلي، چې له امريکا او نورو لوریو سره په مذاکراتو کې ښځینه وو سره مخامختيا نه ده رد کړې.
د دې په وينا، له دې تجربو وروسته اړتيا څه وه، چې يو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو يوازې خپل نارينه استازي له طالبانو سره خبرو ته کینولي.
د سرچينې په وينا، له طالبانو سره داسې چلند به دا ډله د ښځو په وړاندې د سيستماتيک تبعيض لا زياتوالي ته وهڅوي.
طالبانو د ياد شوي راپور په اړه څه نه دي ويلي.
له دې ډلې سره د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي یو شمېر ښځينه غړو ويلي، چې طالبانو د مذاکراتو پر مهال د ښځو د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړی و، خو واک ته له رسېدو وروسته يې د ښځو د زده کړو او فعاليتونو پر وړاندې د ننګونو له رامنځته کولو سره خپلې دا ژمنې نقض کړي دي.