یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهطالبانو خليلزاد وستايه، احمد مسعود دې ډلې سره په معاملې تورن کړ

طالبانو خليلزاد وستايه، احمد مسعود دې ډلې سره په معاملې تورن کړ

تاند:( سی شنبه، د ميزان شپږ ويشتمه) ‏د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له استعفا وروسته دا موضوع د افغانستان په اړه په يوه تاوده بحث بدل شوی.

د‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې په نسبي ډول د خليلزاد ستاينه کړې او له هغه سره د مذاکراتو د پرمختګونو يادونه يې کړې ده.

سرچينې ويلي:(( موږ دښاغلي زلمي خليل‌زاد په مشرۍ دمتحدو ايالاتو له دوو ادارو سره مذاکراتو کې ښه پرمختګونه درلودل. هيله‌ من يو چې له نوي استازي ښاغلي ټام ویسټ سره به په ښه توګه پرمخ ولاړشو او د دوحې دتوافقنامې په بشپړ عملي کولو سره به د دواړو حکومتونو اړیکې عادي شي.))

د طالبانو د واکمنۍ خلاف د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نوم د جنګيدونکې وسله والې ډلې يوه وياند ميثم نظري بیا پر خليلزاد له طالبانو سره د پټو اړيکو تور لګولی.

دغې ډلې غوښتنه کړې، چې په دې اړه بايد څېړنې وشي.

زلمي خليلزاد په ۲۰۱۸ کې له طالبانو سره په قطر کې له ۱۸ مياشتينيو مذاکراتو وروسته، د افغانستان د تېر جمهوري نظام په غياب کې د سولې تړون لاسليک کړ، چې د منتقدینو په وینا طالبان يې په نړیوال سټيج کې مطرح او د جمهوري نظام د سقوط مقدمه سازي یې وکړه.

خليلزاد بیا د خپلو هڅو دفاع کړې او بې واکه شوی ولسمشر اشرف غني يې د طالبانو خپلو هڅو د ناکامۍ علت ګڼلی.

1 COMMENT

  1. majority afghans hate KHALILZAD.
    KHALILZAD FROM 2001 IS RESPONSIBLE FOR ALL KILLING AFGHANS.
    WE AFGHANS HAVE BAD MIMORANDOM FROM KHALILZAD DIRTY FACE.
    ZENDAA BAAD HONEST AFGHAN ASHRAFGHANI

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

یاد/ اجمل پسرلی

مننه/ اجمل پسرلی

جېن آسټين څوک ده؟