یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد مقاومت ملي شورا او جلا وطنه حکومت د جوړولو هڅې چټکې...

د مقاومت ملي شورا او جلا وطنه حکومت د جوړولو هڅې چټکې شوي

تاند:( سی شنبه، د ميزان اووه ويشتمه) ‏راپورونه وايي، چې له افغانستان څخه د باندې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ملي شورا او دغه راز جلا وطنه حکومت د جوړیدو هڅې چټکې شوي دي.

ويل کيږي، چې په دې برخه کې له طالبانو سره د جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د ياد شوي نظام د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر مخکښ رول لري.

د کابل نیوز ټلویزیون په حواله، ستانکزي او اتمر د مقاومت ملي شورا د مشرۍ لپاره د جهادي مشر استاد سیاف رضايت ترلاسه کړی او تمه ده، چې هغه د دې شورا د فعالولو په موخه له هندوستان څخه ترکیې ته لاړ شي.

په ترکيه کې د افغانستان یوه لویه برخه سياسي څېرې مېشت دي.

خبري سرچینې دا هم وايي، چې په مقاومت ملي شورا کې د جميعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني، د همدې ګوند د يوې انشعابي برخې مشر عطامحمد نور، د جمهوري ریاست پخوانی لومړی مرستیال یونس قانوني، د حزب وحدت مردم مشر محمد محقق، د حزب وحدت اسلامي مشر کریم خلیلي، او يو شمېر نور سياسي مشران غړيتوب لري.

له دې سره ويل کيږي، چې د صلاح الدين رباني په ګډون ځینو سیاسي مشرانو په دغه شورا کې د ګډون په تړاو شرطونه ايښي او په شورايي ډول یې په پریکړو او مشرۍ ټینګار کړی.

کابل نیوز دا هم ویلي، چې معصوم ستانکزي او حنيف اتمر د مقاومت ملي شورا د جوړېدو د هڅو تر څنګ د مخکيني نظام د لومړي مرستيال امرالله صالح په ملتيا د افغانستان د جلا وطنه حکومت د جوړولو هڅې هم پيل کړي.

ويل شوي، چې د مقاومت ملي شورا به د دغه اعلانيدونکي حکومت ملاتړ وکړي.

طالبانو د دغو هڅو په وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په يوه بل راپور کې ويل شوي، چې د مقاومت ملي شورا لومړی طالبانو ته په افغانستان کې د يوه ټول شموله او ټولو ته د منلو وړ نظام د رامنځته کولو په اړه د خبرو طرحه اعلانوي او که طالبان ورسره خبرو ته حاضر نه شي، پر وړاندې يې پوځي مقاومت پيلوي.

طالبانو خبرداری ورکړی، چې پر ضد به یې هر ډول سياسي او پوځي حرکتونه وځپي.

له دې سره ویل کیږي، چې د ماليې پخوانی وزير حضرت عمر زاخيلوال کابل ته د طالبانو له واکمنیدو وروسته د څه باندې يوې مياشتې حضور وروسته له دې ډلې ناراضه شوی او په راتلونکو سياسي تعاملاتو کې د ځان شاملولو لپاره ترکیې ته تللی.

طالبانو تر اوسه افغان سياسي لوريو سره د تعامل، د نظام د راتلونکي او نورو موضوعاتو په اړه څه نه دي ويلي.

7 COMMENTS

  1. طالبان کچیری ځانونه اصلاح نکړی دیننه په طالبانو کی به هم درزونه پیدا شی او دا تحریک به ټوټی ټوټی شی. طالبان باید زرتر زره ځانونه له دنیاوالو سره عیار کړی، د نجونو مکتبونه او پوهنتونونه شروع کړی، ملی بیرغ بیرته احیا کړی، ښځو ته په حکومت کی ځای ورکړی دیپلوماسی او سیاست زده کړی. مونږه ولیدل چی ترکی ته تللی ول لکه چی چا په زوره ورغوښتی وی د ترکی بیرغ رپیده خو د طالبانو د بیرغ درک نه وو لکه چا چی هغوی په زوره ورغوښتی وی. ډیر بی نظمه او چوملکو جامو کی. سپګین باید زر تر زر ځانونه اصلاح کړی کنه نو په الله د ځلې به ورته په پنجاب کی هم ځای نوی.

  2. زه نه ژورنالیسټ یم، نه سیاست باز او سیاست مدار یم، نه سیاسی تحلیلګر یم او نه کومه اکاډمیکه زده کړه لرم ( البته اجازه به ولرم چی ځان یو قناد نقاد وګڼم ) ، نن سبا زموږ د وطن هر وګړئ حتی یو پالوده پز او ګندنه فروش او د نصوارو او ګِلِ سرشوی ټیکه دار هم د سیاسی- اجتماعی پیښو په هکله د صواب یا صواب نظر درلوونکی دی.
    امّا اصلی ټکئ:
    دا به د انکار وړ مسئله نه وی چی زموږ د د وطن د سرنوشت د څرنګوالی د ټاکلو واک د لویو اربابانو او د هغوی د ناظرینو په واک کی دئ.
    بناً
    ډیر احتمال لری چی تښتېدلی او ماتی سوی او پاشل سوی فاسدی کړیانی د لویو او مطرح آهنګرانو په فابریکو کی بیا سره را غونډی او غشی او لِنده او تُری ترې جوړی او زموږ په جغرافیا کی د فاسد طالب په وړاندی وکاروَل سی. د وولس روانه ځورَونه او د طالب د حاکمیت د رسمیت پیژندنی د فقدان موضوع په حقیقت کی یو بل ژور ( احتمالاً ویرانوونکی )بدلون ته د عام وولس د اذهانو د چمتووالی یوه خطرناکه هڅه ده.

  3. ALL CORRUPT/WARLOARDS WANT TO COME BACK IN POWER.
    AFGHANS ARE SMART FROM EVER. THEY DON,T WANT LOSE LIFE FOR WARLORDS.
    WE ARE TIRED FROM KILLING EACH OTHERS.
    WORKOUT WITH THIS GOVERNMENT BUILD AFGHAN ARMY AND WORK TOGETHER FOR REBUILD OF AFGHANISTAN,

  4. دا ټول هغه غله، هېوادپلورونکي او خاینان دي چې تاریخ یې تېر او د خلکو په درد نه خوري. دوی د خپل فرعوني ژوند د بیا لاسته راوړلو لپاره د هر چا نوکرۍ او غلامۍ ته تیار دي. دوی دې وشرمېږي چې اوس بیا د جګړې خبرې کوي. دوی او د دوی تالي څټو پرته له غلا دې خلکو ته څه وکړل. دا ټول بګېلان او تښتېدلي خلک دي او نوره د دوی لپاره څوک جنګ نه کوي. طالبان دې هم د دوی د برخلیک څخه زده کړي چې خاین په څه ډول برخلیک اخته کېږي. مننه

  5. ښه عنوان یی داسی دی
    د مخاریبت، مزاهمت او بربادیت فسادی، اشراری او جلادی شوروا او فرار وطنه غلو د حکومت د جوړولو هڅې چټکې شوي.
    ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

    مرحوم محمد داود خان د خپلو بچو او تور سرو سره چا بی رحمانه شهید کړه.
    حفیظ الله امین شورویانو ولی په خپله خاوره کی شهید کړه.
    ډاکتر نجیب الله چه په خپله خاوره ناست وه، ولی او د څه لپاره شهید شو.
    ربانی، ګلبدین او مسعود ولی د محمد داود خان په حکومت کی پاکستان ته وتښتدل او ولی یی د ای اس ای په مشوره د وطن نابودی ته ملا وتړله.
    په ۱۳۵۴ کال د محمد داود خان په وخت احمد شاه مسعود د پنجاب په مشوره ولی د پنجشیر په مکتب حمله وکړه او ولی یی ځمونږ بی ګڼاه معلمین او زده کوونکی شهیدان کړل.
    ګلبدین په لغمان کی د مسعود په څیر ورته حمله ولی د لغمان په مکتب وکړه.
    ګلبدین، ربانی، سیاف، مسعود، مزرای، خلیلی، محقیق او نورو ولی بیګناه ۷۰۰۰۰ اویا زره افغانان شهیدان کړل او ولی یی خپلسرو لنډغرو قوماندانانو په ټولو ولایاتو کی جنایتونه ( دخلکو ناموس، بچه بازیانو، ځمکو، کورونو او نورو بدو اعمالو ته لاس اچوو.
    د همدغه بدو اعمالو په نتیجه کی طالیبان راغلل او د خلکو ناموس او عزت یی خوندی کړه، او د شر او فساد کبرونه، ظلمونه او ډرامی یی ورختمی کړی.
    وروسته بیا د شمال لنډه غرانو په پلان امریکایان وطن ته راننوتل او په هیواد کی یی راته یو میلون افغانان راشهیدان کړل، او خپل ځانونه یی په ډالرو و پړسول، او هیواد یی راته داسی بی امنه کړو چه په مبایلونو به خلک وژل کیدل، ماشومان به یی تښتول حتی داچه د افغانستان د نوم مخالفت او د وطن تجزیی ته خبره نیږدی شوی وه.
    اوس د شر او فساد ګروپونه او لنډه غران بیا غواړی چه مونږ ته بیا پخوانی قتلونه، غمونه او اورونه راتازه کړی.
    نه، نه او نه هیڅکله به بیا دغه قسم خوړلی، قاتلان او د افغانستان دښمنان د قدرت خوب نه وینی او دغه خوب دیی ګورته یوسی.
    د طالیبانو څخه می خواست دادی چه د اسلامی امارت خوبونه پریږدی، د اسلامی امارت په ځای اسلامی حکومت اعلان کړی. د اسلامی امارت معنی داده چه ستاسو مشر یا امیرالمومنین د ټولو 42 اسلامی ملکونو پاچا او مشر دی، چه په حقیقت کی داسی نه ده.
    بل داچه ملی بیرغ او نور ملی ارزښتونو ته په عمل کی درناوی وکړی، اساسی قانون ژر تر ژره نافذ او مسلکی خلکو ته په لوړو چوکیو کی ځای ورکړی. ښځو ته په مکتب او حکومت کی ځای ورکړی. که نه افغانان به داسی فکر وکړی چه طالیبان هم د پخوانیو زورواکانو پشان د چوکیو خواهیشات لری.
    والسلام

  6. تف لعنت دی په اتمر او ستانکزي او نورو غلو. ای سپو تاسې د هماغه ګوداګي مفسد نظام لوی غله نه یاست؟ ایا په تیر دولت کې تر رمضان بشردوست پرته کوم صادق انسان ښودلی شئ؟ نه! تف لعنت دی په تاسی بی ناموسانو!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب