د بریتانیا سفیر ډېر مخکې د کابل د سقوط کېدو خبرداری ورکړی و

0
2101
په کابل کې د بریتانیا سفارت

تاند(سې شنبه، د میزان ۲۶مه) د طالبانو لاس ته د کابل تر لوېدو څو اوونۍ مخکې کې په افغانستان کې د بریتانیا سفارت په تکرار د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب ته خبرداری ورکړی و چې کابل به ژر د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د  بریتانیا انډیپنډنت ورځپاڼې نن د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته د مخابره شویو پیغامونو له مخې دا خبره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ډومنیک راب ادعا کړې وه چې د طالبانو لاس ته د کابل لوېدا ناببره او حیرانوونکې وه.

په کابل کې د بریتانیا د سفیر سر لوري بریستاو په پیغامونو کې په دې اصرار شوی چې طالبان په افغانستان کې پر له پسې ښارونه نیسي او د ټول افغانستان د نیولو په درشل کې دي.

پر راب مخکې تور پورې شوی و چې د طالبانو د پرمختګونو په مهال ویده و.

په هغه افشا شوي راپور کې، چې تېره میاشت انډیپنډنت ورځپاڼې خپور کړ، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي راب ته د کابل تر سقوط درې اوونۍ مخکې خبرداری ورکړل شوی و چې د طالبانو چټک پرمختګ به د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پاشل کېدو او د ستر بشري بحران سبب شي.

په همدې حال کې ټیلګراف او ټایمز ورځپاڼو نن څرګنده کړې چې په افغانستان کې د بریتانیا سفیر سر لوري د کابل تر نیول کېدو ۷ اوونۍ مخکې خبرداری ورکړی و چې طالبان به د امریکايي پوځیانو له وتلو سره سم ټول افغانستان ونیسي.

سفیر د جون په میاشت کې د افغانستان د ولسوالیو د پر له پسې سقوط یادونه کړې وه او لیکلي یې و چې د جون تر ۲۸ پورې له ۴۲۱ ولسوالیو څخه ۱۵۶ طالبانو نیولي او پر ۸۲ نورو جنګ روان دی.

د جولای په ۲ مه د امریکا ولسمشر جو بایډن له بګرام څخه خپل ټول پوځیان وایستل.

د اګست په ۲ مه سرلوري د بهرنیو چارو وزارت ته بل خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي چې «وضعیت نور له کنټروله وتلی دی او یو خطرناک پړاو رارسېدونکی دی، مګر دا چې یو ستر بدلون راشي. طالبان به ډېر ژر لومړنی ښار ونیسي او ورپسې به نور ښارونه د دوی لاس ته ورشي.»

ده همداراز لیکلي «که دا کار وشي، له وړاندې سیاسي او پوځي وضعیت کمزوری دی، د ولس اعتماد به ختم شي.»

په کابل کې د بریتانیا سفیر لیکلي و چې د لشکرګاه د سقوط په اوونۍ کې به پر بریتانیایانو فشار زیات شي چې خپل کسان او ملاتړي افغانان وباسي.

خو په دې ورځو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب په رخصتیو وتلی و او د اګست په شپږمه یې پیغامونه ترلاسه کړل.

راپور وايي چې فرانسې په مې میاشت کې له کابله د کسانو ایستل پیل کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here